تاند- د اماراتو هوايي شرکت (اماراتس ایرلاین) په یوه کال کې کابل ته تر یو لکو دوولس زره زیات مسافر وړي راوړي دي.

د اماراتو هوايي شرکت، چې مرکز یې په دوبۍ کې دی، د ۲۰۱۳ میلادي کال په دسمیر کې یعني پوره یو کال پخوا له دوبۍ څخه کابل ته د تګ راتګ الوتنې پیل کړې.

دا هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې ډېرې بریالۍ او ګټورې بولي.

د امارات هوايي شرکت چارواکي وايي چې دوی کابل ته د الوتنو په پیلولو افغانانو ته ښه خدمات او فرصتونه برابر کړل او له بلې خوا یې په افغانستان کې خپلو مشتریانو ته موقع برابره کړه چې په نړۍ کې ۱۴۷ مقصدونو (ښارونو) ته سفر وکړي.

امارت هوايي شرکت وايي چې په تېر یوه کال کې کابل ته د الوتنو پیلولو ورته ثابته کړه چې کابل د دوی لپاره مهم اقتصادي اهمیت لري.

د افغانستان حکومت په تېرو ۱۳ کلونو کې نه یوازې د خپل ملي هوايي شرکت (د اریانا افغان هوايي شرکت) په پښو ونه دراوه بلکې خصوصي هوايي شرکتونه یې هم د ښو او معیاري الوتکو پېرلو ته اړ نه ایستل.

اوس اکثره افغانان اروپا، امریکا او استرالیا ته د متحده عربي اماراتو د امارات هوايی شرکت په شمول د بهرنیو هیوادونو په الوتکو کې سفر کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *