امارانت
Amaranth
د امارانتوس نسل (genus Amaranthus) ده کوم نسل چې له ۶۰ تر ۷۰ ډولونه لري، ګل لرونکي بوټي دي، د امارانتاسیای کورنۍ (family Amaranthaceae) جوروي، تقریبا په ټوله نړۍ کې پیدا کیږي. دانه یې د خوړو وړ ده او له پاڼو یې هم کار اخیستل کیږي. ځینې ډولونه یې یوازې د بڼ د ښکلا بوټي او ځینې یې کرنې ته زیان رسونکي بوټي دي.
 
ځینې یې کال دولس میاشتې شین وي خو ځینې ډولونه یې بیا کم عمر لري. د ټولو بوټو ساقه یې سور رنګ لري او د ځینو په ازغیو پوښل شوې وي. ځینې یې نر او ښځه ګل لرونکي (monoecious) دي او یا یوازې نر یا ښځه ګل لرونکي (dioecious) دي. په دې بوټو کې د وړانګو په ذریعه د موادو د ترکیب (photosynthesis) طریقه (photosynthetic) ده په دې مانا چې اکسیجن اخلي او کمه اندازه کاربن تولیدوي دا طریقه د (known as C4 carbon fixation) پېژندل شوې کومه چې له نورو بوټو سره برعکس ده او له همدې امله له وچکالي سره مقاومت لرونکي دي.
 
د امریکا هندیانو او کولمبیا خلکو دماقبل تاریخ له وخت څخه د دې بوټو ځینې ډولونه د خوړو په توګه کاروي. د مکسیکو ازتېک او نورو قومونو یې دواړه غله او پاڼې د خوړو په توګه کاروي. په خپلو دودیزو لمانځنو کې د بدن لپاره رنګ ترې جوړوي، درمل یې ورڅخه جوړوي. دا بوټي د خورو وړ فایبر لري، کلسیم، وسپنه او د پروتینو لوړه کچه لري. د دانې مزه یې مغزي موادو ته ورته ده، پاڼې یې تازه، په سوپ او سلات کې خوړل کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *