تاند- د هالیووډ نامتو سینمايي ستوري (لیوناردو دي کاپریو) اعلان وکړ چې په امازون ځنګلونو کې د لګېدلي اور د وژلو لپاره ۵ ملیون ډالره مرسته کوي.
ده دا اعلان په داسې حال کې وکړ چې په نړۍ کې د امازون د ځنګلونو د اور په وړاندې اندېښنې او پر حکومتونو انتقادونه اوج ته رسېدلي دي.
خلک له حکومتونو غواړي چې په برازیل کې د امازون په ځنګلونو کې د لګېدلي اور د وژلو لپاره لاسونه یو بل ته ورکړي او په ګډه ژواک چاپېریال ته د دې ورپېښ ناورین مخه ونیسي.
لیوناردو دي کاپریو د دې ناورین د پای ته رسولو لپاره د ۵ ملیون ډالرو مرسته په یوه پوسټ کې وکړه چې په ۲۴ ساعتونو کې تر یو ملیون زیاتو انسانانو لایک کړ.
ده پر خپلو ۳۴ ملیونه فالورانو هم ږغ وکړ چې د مځکې د ژغورلو په خاطر د امازون ځنګلونو د اور له وژلو سره مالي مرسته وکړي.
لیوناردو دي کاپریو، چې د (Earth Alliance ) په نوم د چاپېریال ساتنې د یوې غیرانتفاعي ټولنې مشر هم دی، ویلي د دې موسسې ټولې پیسې به د ځنګلونو پر ساتنې ولګوي.
ده نن (دوشنبه) له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې د امازون د ځنګلونو اور یو حقیقي ناورین دی.
له بلې خوا نن د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د ۷ سترو صنعتي هیوادونو په سرمشریزه کې وویل چې هیواد به یې د امازون ځنګلونو د اور وژنې لپاره ۲۰ ملیون یورو مرسته وکړي.
د امازون ځنګلونه د نړۍ تر تولو ستر ځنګلونه ګڼل کېږي او د ټولې مځکې په سلو کې ۲۰ اکسیجن تولیدوي.
په دغو ځنګلونو کې سخت اور زموږ د مځکې ایکو سیستم او د ژوند چاپېریال ته دومره جدي خطر پېښوي چې درسته خاورینه کُره ورڅخه اغېزمنه کېږي.