تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /چهارشنبه/ امام محمد وریماچ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارلانشا رييس وټاکه.

ښاغلی وریماچ وروسته له دې د ولسمشر له لوري د دارلانشا رييس وګومارل شو چې پرون د دې چوکۍ لپاره د نوموړي په شمول له څو تنو سره ولسمشر غني مرکې وکړې.

د مرکو په مهال اجرايي رييس عبدالله عبدالله او دوهم مرستیال ولسمشر سرور دانش هم حاضر ول.

د ټولو کاندیدانو د مرکو عکسونه خپاره شول او ویوازې له ښاغلي وریماچ سره د مرکې په مهال ولسمشر او اجرايي رييس موسک ښکارېدل.

د افغانستان له قوانینو سره سم، د دارلانشا رييس د انتخاباتو د ټولو کمیشنرانو له لوري وړاندیز کېږي او د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *