د اسلامي فرهنگ دخپرېدو له لارې د نړۍ په اکثره شرقي ژبوباندې د عربي ژبې تاثیرات شته، ځکه چې د عربي ژبې د لیک او لوست تاریخ پخوانی دی او د ادب په برخه کې یې هم له ډېر پخوا نه ښه شاعران درلودل. د عربي نړۍ د جاهلیت د زمانې شاعري یې ښه مثال کېدای شي. له اسلامه ۱۵۰کاله له مخه عربي نړۍ بهترین ډېر ښه شاعران درلودل، چې د هغه وخت معلقات یې ښې نمونې دي.

د دونیا په ډېرو ژبوکې د شعر(نظم) تاریخ له نثره پخوانی دی، په عربي ادبیاتو کې لومړنی لاس ته راغلې نمونې په نظم دي او همدارنګه  پښتوژبې کې هم لومړی لاسته راغلی نظم د(۱۳۹هـ ق)کال کې دی.  دلته سوال پیداکېږي،چې په یوې ټولنې کې د خبرو پیل په نثرکېږي، ولې دنظم تاریخ تر نثرپخوانی دی؟

 تقریباپه ټولواریایي ژبوکې پاتې شوي کتابونه منظوم دي، داځکه چې نظم د ترنم نه ډک کلام وي اودانسان حافظه یې په خوند او ژرقبلوي اوبیایې د نثرپه مقابلکې ترډېره موده یاد ساتي، ویدا، اوستا او سانسګریټ ژبوکې پاتې زاړه کتابونه منظوم دي، چې خلکو به اوریده، خوند به یې ترې اخېسته اوپه اسانۍ یې یادولای شو، او دغه شان راتلونکیونسلونوته به یې سینه په سینه رسوه،داریایي قومونودا قاعده وه، چې هغوی به ولسي او دیني خبرې نظم کولې اوبیا شاعرانوبه دجنګ له پاره د جذبې  اوانگيزې د پیداکولولپاره حماسي شعرونه لیکل، چې خلک یې په اسانه یاد وساتي او اثر پرې وکړي. (۱)

ویدا او مهابهارت هم ددې جذبې پیدایښت دی. اوستا کې هم د زردشت او د هغه  د ملګرود سندرو بیان شوی دی.د یوناني شاعر هومرایلیاد او اودیسه هم سندرې دي. دې کې شک نه شته چې نثر ترنظم اسانه دی خود نثر په ذهن کې ساتل تر نظم سخت اوګران دی. (۲)

د عربي نړۍ لومړنی وتلی شاعر(۱۵۰) کاله له اسلامه مخکې امرالقیس وه، اصلي نوم یې (جندح)، د حجر بن عمر زوی وه او د نسب سلسله یې یعرب بن قحطان ته رسېږي، قیسد کلک او سخت په معنی دی او دی سخت مزاجه او کلک انسان و نو له همدې امله په امرالقیس باندې مشور وه.

 دقیس پلار د اسد د قبیلي مشر وه او دی هم لکه زوی په شان سخت او کلک انسان وه نوله همدې امله د بني اسد قبیله یې له ظلم او زورزیاتي نه په تنګ او هغه دی یې په قتل ورساوه. د وخت په تېرېدلویې مشري او سختيزوی (امرالقیس) ته پاتې شوه.

امرالقیس دخپلې کورنۍ سره ځینې اخلافات درلودل نو له همدې امله هر وخت به له کوره بېرون وه او یوه سرشاره او بې کاره ډله یې درلوده ،چې خپل وخت به یې له هغو سره تېرولو،کله چې دپلاردمرګ احوال ورته ورسېده،داسې یې وویل: ترجمه:

په کوچنیوالي کې یې برباد کړم

په لویوالي کې د خون بدله را په غاړه شوه

نن شرابونه څکو

سبا ته د بدلې فکر کوو

په پورته ویناکې لومړی کورني تکلیفونو او اختلافاتو ته اشاره ده، بیا د پلار غچ اخیستلوتکل دی، ورپسې شراب او نشې ته نغوته ده. دی په ځوانۍکې د ښځواوشرابوڅکلو سره زیاته علاقه درلوده، او په پای کې د خپل پلار د غچ اخیستلو یادونهکوي. دې دخپل پلارد قصوراخیستلولپاره ډېرې جګړې وکړې او بلاخره یې د پلارغچ واخیست.

د پښتوژبې لومړی لاس ته راغلی شعرد امیرکروړ(۱۳۹ هـ ش) کال کې دی،امیرکروړ د امیرپولاد سوري زوی دی، امیرپولاد د ملک شنسب د زامنوڅخه و، چې په غورکې یې بادشاهي کوله، امیرکروړپه(۱۳۹هـ ق-۷۵۶م) د غورپه مندیش کې پاچاشو،دپښتوژبې لومړنی لاسته راغلی حماسي نظم یې وویلې، چې ویاړنه یې بولي.

امیرکروړپه (۱۵۴هـ ق)کال د پوشنج په جنګونوکې مړشواو(۱۵)کال یې د خپل قوم مشري وکړه

په(پښتوادب تاریخ) او(پښتوادبیاتو تاریخ لرغونې دوره)اوداسې نورو اثاروکې لیکوالو او پوهانوویلي دي: (امیرکروړغښتلی، کلک او محکم سړی و، په یوه تن به له سلوتنوسره جنګېده، نوځکه کروړاوجهان پهلوان بلل کېده.)، دلته یوه پوښتنه پیداکېږي، هغه داچې امیر کروړ له کوچنيوالي نه پهلوان نه و، دده د جنګ قوت اوجسماني غښتلوالی په ځوانۍکې ښکاره شو، نوپه دې باندې کروړنوم په کوچنیوالي کې کېښودل شوی واوکه په ځوانی کې کېښودل شوی و، د ډېرو پوهانو دا نظر دی، چې کله امیرکروړ کامیابي اوسوبي ترلاسه کړې اوپه یوتن دسلوکسانوسره جنګیده نوځکه په امیرکروړ مشهورشو، چې د کلک او سخت په معنادی، خو زماپه نظر دایوه افسانوي خبره ده، د امیر کروړ نوم له کوچنیوالی نه کروړ و، او د امیر پولاد په واسطه پرې دغه نوم کېښودل شوی و، اوس هم په ځینو کورنیوکې داسې نومونه لیدل کېږي، چې د نیکه، پلار او ورونو د نومونو تر منځ ځیني مشابهتونه موجود وي .( ۳)

دکروړ د شعر ماخذاومرجع د محمد هوتک بن داود پټه خزانه ده، چې دې د شیخ کټه د لرغونې پښتانه او بیا شیخ کټه د محمدبن علي د تاریخ سوري نه اخیستی دی، خودتاریخ سوري ماخذ معلوم نه دی، ډېراحتمال شته، چې دا نظم دې د ویلو له وخته د تاریخ سوري د تالیف تر وخته (۶۵۰ هـ ق)په شفاهي ډول د خلکوپه منځ کې خور راغلی وي او د راویانو حافظو دې تر محمدبن علي البستي پورې را رسولی وي.

د امیرکروړ او امرالقیس د ژوند ځینې گډې خواوې:

د امرالقیس پلار او دی د قوم مشران وه او د پښتو ژبې لومړنی شاعر هم همدا شان وه، د دواړو پلرونه په جنګونوکې مړه شوي دي او دواړو د خپلو پلرونو غچونه اخیستي دي. دواړه لوی جنګیالان وه نوله همدې امله د امیر کروړ د نوم معنا کلک او سخت  دی او د قیس معنا هم د کلک او سخت په معنا ده.  ( ۴)

په عربي ادبیاتو کې د ادبي دورو ټاکلوپه هکله مختلف نظریات دي، چې له ټولومهم نظر یې دا دی چې لومړنۍ ادبي دوره دجاهلیت  د زمانې شاعري ده، چې د دې دورې له ټولو ښه شاعري د معلقاتو ده چې سرلاری یې قیس دی.

د امرالقیس شعر د فزیکي او شکلي جوړښت له مخې تحمیدیه قصیده ده، او د معنوي جوړښت له مخې عشقي شعر دی. د قصیدې د نوم یادونه له میلاده ۹۵۰کاله له مخه په یوناني اومصري ادبیاتوکې شوې ده خوهغه قصیدې د فزیکي او معنوي جوړښت له مخې د عربي نړۍ له قصیدو سره توپیر لري نو له همدې امله په پښتو څېړنو کې د قصیدو تاریخي شالید له امر القیس او یا له عربي ادبیاتو پیل کېږي، ځکه چې د پښتو په تاریخ کې تحمیدیه قصیدو منځپانګه او فورم له عربي ادبیاتو قصیدو سره یو شان دي، نه له رومیانو، مصریانو او یونانیانو له قصیدو سره.

د قیس قصیده ۸۱ بیتونه لري، چې د تشبیت بیتونه یې ۴۴ دي، په دغو بیتونوکې یې د خپلې معشوقې ستاینه کړې ده او په ورستیو بیتونوکې یې د ښکار، اوښ او په ځانګړي ډول د اس د ځغلولو، فتحې او د اس د تیزۍ یادونه شته ده.

همدارنګهدتکلیفونواومشکلاتویادونه یې په شعرکې شته ده، دې په خپلو ویناووکې د هغوتکلیفونویادونه کوي چې په باهمته کسانو په مسافرت، جنګ اوجګړه کې راځي او په شپو شپو سفرونه کوي، باد، باران او سیلۍ سره مقابله کوي او خپلې موخې ته ځان رسوي.

امرالقیس د دیوان څښتن  شاعر وه، د لومړي ځل لپاره یې دیوان په( ۱۸۳۷ م) کال په پاریسکې نشرشو، د ده په شعرونوکې لومړنۍ قصیده یې چې په معلقاتوکې ځانګړی مقام لري،  د یادولو وړ ده او همدا قصیده یې په دیوان کې هم شته ده.

د ده دغه قصیده د نړۍ په ډېرو ژبو ژباړل شوې ده چې له ټولو پخوا په لاتینې ژبه د (وارنر) له خوا په ۱۷۸۲ م کال کې  وژباړل شوه، همدارنګه په انګلیسي ژبه د (جونز) او په فرانسوي، الماني، فارسي او داسې نورو ژبو باندې ژباړل شوې ده.

د امرالقیس قصیده د شعریت او هنریت په ګاڼه سنباله لیکنه ده چې په خپل وخت کې یې زیات شهرت درلود او اوس هم د معلقاتو د ملا د تیر حیثیت لري.

قیس وایي:(په عربي نړۍ کې د عکاظ په نامه بازار وه، په دې بازارکې له نوروکارونوسربیره شعر ویل کېده او ښه شعرونه به خرڅېدل، ماچې به شعر ویل پیل کړه نو ټولو عربوبه خپل دوکانونه پریښودل او رخصتي به یې زما د شعر ویلو لپاره کوله ، نه یې کوم څه خرڅول او نه به یې اخیستل او ټول به زما نه راټول وه او ما به خپل شعر دوی ته اوراوه. د سوریي، یمن او بین النهرین تجارانو به خپل مالونه خرڅول او له شعر او شاعرۍ سره یې علاقه نه درلوده، دلیل یې دا وه چې دوي په عربي ژبې ښه نه پوهیدل او د شعر ویلواو اوریدلو ذوق یې پالل شوی نه وه.)(۵)

د عکاظ بازار په یوې دشتې کې جوړیده او دعربي نړۍ له ګوټ ګوټ نه ورته خلک راتله، دا باراز له اسلامه مخکې جوړیده، ډول ډول ښکلې ښځې به پکې موجودې وې او شرابو څکل پکې عادي کار وه.

قیس د خپل وخت پیاوړی شاعر وه، د ده شعرد شعریت له توکو مالا مال وه، د معلقې لومړی بیت یې دا دی:

قفانبک من ذکری حبیب و منزل
بسقط اللوی بین الدخول فحومل

ای دواړو دوستانو ودرېږۍ چې موږ د یو دوست او د هغه د داسې کور په یادولو کې وژاړو، کوم کور چې د شکو په داسې غونډۍ باندې واقع وو، چې د حومل او د دخول ځایونو په منځ کې وه. (۶)

همدارنګه د معلقې ۵۲ بیت یې دی:

و قد اغتدی والطیرفی وکناتها
بمنجرد قید الا وابد هیکل

 ژباړه: زه سحرښکارته ځم، په داسې آس باندې چې تیز رفتار وي او وحشي ځناور لاندې کړي، غټ وي، دومره وختي وي چې ټول مرغان په خپلو ځالو کې وي.

شاعر خپله ستاینه کوي او وایي چې دټولو تکلیفونو او مشکلاتو سره مقابله کولای شم، بیابانونو نه تیریږم، زړه ور یم، شهسوار یم او خپل اس  دومره ځغلوم چې ټول ځناور رانه بچ نشي پاتې کېدای.

د معلقې په یو بل بیت کې د خپل اس یادونه په داسې هنري انداز کوي او وايي:

مکر مفر مقبل مدبرمعا
کجلمود صخرحطه السیلمن عل

زما اس ډېر تښتېدونکی، ډېر راګرځېدونکی او وروسته کېدونکی دی، په شان د داسې ګټې دی چې سیلاب یې له پورته نه ښکته را وغورځوي او په تیزۍ ځمکې ته راورسېږي. (۷)

دلته یې د خپل اس تیزوالی د هغه لویي تیږې سره تشبه کړې ده چې د غره له څوکې نه د سیلاب پواسطه ښکته را وغړیږي.

په عربي ادبیاتو کې د ښه شعر بنسټ د قصیدې په فورم کې ایښودل شوی دی او فارسي او پښتو ژبو له همدې ژبې را اخیستې دي. یعنې د فارسي ژبې لومړنی شاعر ابو العباس قصیده هم تحمیدیه ده او د عربي ادبیاتو په پیروۍ ویل شوې ده.

د پښتو ژبې لومړنی لاس ته راغلی شعرد امیر کروړ( ۱۳۹ هـ ش) کال کې دی، دی د پښتو ژبې د لرغونې (لومړۍ ) دورې لومړنی شاعر دی خو د شعر له متانت او قوته یې ویلای شو چې شعر به د پرمختګ ډېر پړاوونه تیر کړې وي او دې حد ته به رسېدلی وي.

 لرغونې دوره درې ډوله شعرونه( عروضي، ولسي او د لرغونې دورې سندرې) لري، په دې دوره کې د لرغونې دورې سندرې ډوله شعرونه چې دشکل او معنا له مخې ریګویدا او اوستا ګاڅونونو ته ورته دي ډېر ورته والی لري، چې د امیر کروړ شعر یوه ښه نمونه ده. په ډېرو ادب تاریخونوکې د امیر کروړشعرحماسه ښودل شوې ده، چې په حقیقت کې د امیرکروړ نظم حماسي نظم دی خوحماسه نه ده، ځکه چې حماسه او حماسي نظم  یود بل سره توپیر لري، هرحماسي نظم ته حماسه نه شو ویلای.

دغه نظم سوچه پښتودی اود(عربي، فارسي اوپهلوي)ژبو اغېزې پکې نه لیدل کېږي،د امیرکروړ په اړه د ډېروپوهانوماخذاومرجع د محمد هوتک بن داود پټه خزانه ده، چې دې د شیخ کټه د لرغونې پښتانه او بیا شیخ کټه د محمدبن علي د تاریخ سوري نه اخیستی دی، خود تاریخ سوري ماخذ معلوم نه دی، ډېراحتمال شته، چې دا نظم دې د ویلو له وخته د تاریخ سوري د تالیف تر وخته (۶۵۰ هـ ق)په شفاهي ډول دخلکوپه منځ کې خورراغلی وي او د راویانو حافظو دې تر محمدبن علي البستي پورې را رسولی وي. (۸)

د امیر کروړ د نظم ځینو بیتونو کې هنریت شته، خود نظم ډېرو بیتونوکې یې دحماسي روح دپياوړتيا په خاطر خپل مطلب نیغ په نیغه اداکړی دی.

 د امیرکروړ په نظم کې د فارسي لغات نه لیدل کېږي، او سوچه پښتو کلمات او تعبیرونه پکې زیات دي. د امیر کروړ د شعر څو بیتونه د انتخاب په ډول راوړم:

زه یم زمری پردې نړۍ له ما اتل نسته
په هندوسندوپرتخاروپرکابل نسته
بل په زابل نسته لـه مـا اتـل نستــه
غشـي دمن مې ځي برېښناپرمیرڅمنوباندې
پـه ژوبـله، یـونم، یرغالم پرتښتېدونوبـاندې
په ماتېدونو باندې لـــه مـا اتـل نستــــــه

امیر کروړ د ځان ستاینه کوي او د خپلو جنګونو او فتحو یادونه کوي او خپله قهرماني او بهادري ښایي او خپل ځان د لوی پهلوان په ډول معرفي کوي.

زمادبریوپرخول تاوېږي هسک په نمنځ وپه ویاړ
د اس له سوومې مځکه ریږدي، غرونه کــــاندم لتاړ

دی هم دآس یادونه کوي او وايي: اسمان همیشه زما د بریو د خول په ویاړ څرخیږي، یعنې همیشه زما په ګټه چورلي. ځمکه مې د اسم له سومانو ریږدي، غرونه لتاړوم او هیوادونه ویجاړوم، ځکه له ما نه بل قهرمان نشته. ( ۹)

د پای بیتونه یې په لاندې ډول دي:

نـــړۍ زمــــاده نــوم مې بولـــي پردریـځ ستایــــوال
پهورځوشپومیاشتوکال لــه مــااتل نستـه

د امیرکروړد لاسته راغليحماسي نظم د پوخوالي معلومیږي، چې پښتود اسلام ترمخه هم خامخانظم اوادب درلود، مګرترڅوپورېچې بله پخوانۍ نمونه نه وي پیداشوې نودا نظم د پښتو لومړنی نظم اوامیرکروړد پښتوژبې اول شاعرګڼل کېږي. د امیر کروړ او امرالقیس د شاعرۍ تر منځ مشترکات په لاندې ډول دي:

د قیس ټوله قصیده شعریت او هنریت لري خو د امیر کروړ په شعرکې یې ځینې بیتونه شعریت لري، قیس د خپل ځان ستاینه کړې ده او د خپلو فتحو یادونه یې په لوړه قریحه کوي خو د امیر کروړ شعر هم ویاړنه ده چې د ځان په ستاینه کې یې ویلې ده، امیر کروړ د جنګ او جګړې خبرې کړي دي او د قیس په شعر هم داسې اشارې شته دي، امیر کروړ د په شعر کې د خپل اس یادونه کړې ده او قیس هم په خپله قصیده کې د اس یادونه زیاته کړې ده. په عربي ادبیاتوکې د نظم تاریخ لکه د پښتو ادبیاتو پخوانی دی، د امیر کروړ د شعر له قوته معلومیږي چې مخکې به هم شعر او شاعري په پښتو ادبیاتوکې موجوده وه او د قیس د شعرله هنریته او شعریته معلومیږي چې مخکې به هم عربي نړۍ کې شعر او شاعري موجوده وه.

پايله: په نړۍ کې اکثره ژبوشاعران په ځینو برخوکې یوله بله د فکر، شکل، معنا اومنځپانګې ورته والی لري، دغه ورته والی په ارادي او په غیر ارادي ډول کېدای شي.

که د مشترکو نظمونو په برخه کې ځینې مشابهتونه د پښتو او عربي  ژبو کې سره ګورو دلیل یې ښکاره دی چې د پښتو ژبې اکثره عروضي ژانرونه له عربي ژبې نه راغلي دي نو له همدې امله د شکل او معنا له مخې یوشان والی لري او یا د لرغونې دورې لرغونې سندرې چې د ریګویدا او اوستا له ګاڅونونوسره په شکل او معنا کې یواندازه یوشان والی لري.

په پښتو ژبې کې د رحمان بابا شاعري د فارسي ژبې شاعر حافظ سره په ځینو برخو کې ورته والی لري او همدارنګه په درېیمې(معاصره) دوره کې د غني خان شعرونه د عمر خیام سره په ځینې برخوکې ورته والی لري او همدارنګه زما په مقاله کې د پښتو ژبې لومړنی شاعرامیر کروړ هم په ځینو مواردو کې د امرالقیس سره ورته والی لري نو له همدې امله مې په دې موضوع لیکنه وکړه.

ماخذونه:

۱.سحرګل سحر: پښتو ادب پوهنه، پېښور، ۲۰۱۱ م کال، ۳۳ مخ.

۲.سیداصغرهاشمي: د پښتو نظم تاریخ(لومړۍ او دویمه دوره)، مومند خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۳ ل کال، ۱۰ مخ.

۳. سیداصغرهاشمي: پښتوژبې ادبي سرلاري، ګودرخپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۰ ل کال،۲ مخ.

۴.پوهاندزیورالدین زیور:دپښتوادبياتوتاريخ لرغونې دوره، مومندخپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۸۹ ل کال، ۱۳ مخ.

۵.سیداصغر هاشمي:بولـله له پيله ترخوشحاله، مومندخپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۲ ل کال، ۷۷ مخ.

۶. میا حکمت شاه کاکاخیل: سبع معلقات،رشیدیه خپرندویه ټولنه، پيښور،  ۵ مخ.

۷. میا حکمت شاه کاکاخیل: سبع معلقات،رشیدیه خپرندویه ټولنه، پيښور، ۴۵ مخ.

۸.محمد هوتک بن داود:پټه خزانه، کندهار، ۱۳۳۹ ل کال، ۱۸مخ.

۹. فریداحمدهلال: د پښتو ادبياتولرغونې دوره، کتاب خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۲ ل کال، ۲۵ مخ.

پاچا صيب گرانقدر !

دا مقاله مې ولوستله ۰ دلته دکروړ او قيس پرتلنه ده ۰ په دې پرتلنه کې ن چې دکروړ له پاره يې کوي  ۰ بايد دکروړ تله په کې درنه وي ۰  کروړ دپښتنو قبيلو دقبيلوي شرايطو چې جنگ اوميړنه يې مضمون دى  اړوند شاعر دى ۰ ددې له پاره به غوره وي که کولي شي  داميرکړو ړ دژود شرايط په يوه پراگراف کې تشريح کړي۰ فکر کوم دکروړ يادونه په مقالو ټولگه کې اودحبيبي صيب دتاريخ افغانستان بعد از اسلام کې شته ۰ دويمه دجاهليت ددورې په شرر باندې چې هغه هم دقبيلوي شرايطو مولود دى  اواعرابو هم قبيلوي ژوند درلود په قبيلوي شرايطو کې مرد سالاري ، جنگ جگړه ميړانه اونور فکتورونه رول لري يوه برخه ، دتاريخ ادبيات عرب ۰برخي از ويژه گې هاى زندگي اجتماعي اعراب  برخه ولولي ۰

په مقاله کې په سره رنگ ما خپله زياتونه کړي ده که خوښه دي وي اصلاح اوکه نه پاکه يې کړه ۰

همدارنگه  که زحمت نه کيږي مقاله وار يې ما ته را وليږه ۰ ځکه چې زما په کمپوتر کې څه ستونزه ده زه په لپ تاپ کې پرې کار کوم   زه چ دا فايل لپ تاپ ته ليږم هلته  پى دې اف کيږي ۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *