امرالله صالح

تاند- د کورنیو چارو سرپرست وزیر امرالله صالح د دې لپاره چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د محمد اشرف غني د لومړي مرستیال په توګه کاندید شي، نن /شنبه/ له وزارته استعفا ورکړه.

رویټرز خبري اژانس وايي چې دوو سرچینو ورته وویل چې صالح استعفا کړې ده.

په ارګ کې یوې سرچینې وویل«ده (صالح) استعفا ورکړه. دی به د ولسمشر غني د لومړي مرستیال په توګه خپل نوم ثبت کړي.»

ولسمشر غني تېره میاشت (دسمبر) امرالله صالح د کورنیو چارو سرپرست وزیر وټاکه.

مخکې ویل شوي و چې صلاح الدین رباني به د ښاغلي غني لومړی مرستیال وي.

ښاغلي غني مخکې لا ویلي و چې ده اوسنی دوهم مرستیال سرور دانش به بیا هم دوهم مرستیال وي.

له بلې خوا نن ګلبدین حکمتیار، احمدولي مسعود او رحمت الله نبیل ځانونه رسماً کاندید کړل.

فریده مومند او لطیف نظري د احمدولي مسعود مرستیالان دي او جنرال مراد علي مراد او مسعوده جلال د رحمت الله نبیل د مرستیالانو په توګه کاندید شوي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې ممکن نن حاجي ابراهیم الکوزی هم ځان کاندید کړي.

اشرف غني به سبا (یکشنبه) له خپلو نوماندو مرستیالانو سره د کاندیداتورۍ لپاره د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته لاړ شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون سرچینې وايي چې تر ۷۰ تنو زیاتو کسانو د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره معلوماتي کڅوړې وړي خو ګومان کوي چې شاوخوا ۱۷ تنه به ځانونه ولسمشرۍ ته کاندید کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *