د پاکستان پخوانی لوی درستېز جنرال اشفاق پروېز کیاني او د دغه هېواد د پوځي استخباراتو پخوانی رییس جنرال احمد شجاع پاشا

تاند – د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح وایي چې پاکستان له افغان یاغیانو څخه د ملاتړ د پرېښودلو په بدل کې له افغانستان څخه د نه منلو وړغوښتنې لري.

له امریکاغږ سره د یوې مرکې په ترڅ کې نوموړي وویل چې د پخواني ولسمشر کرزي پر وخت، دی (صالح) او ډاکتر رنګین دادفرسپنتا له ولسمشر په یوه سفر اسلام اباد ته لاړل چې د پاکستان د پوځ لوی درستېز جنرال اشفاق پروېز کیاني او د آی اېس آی رییس جنرال احمد شجاع پاشا سره په یوه غونډه کې برخه واخلي.

ګلبدین حکمتیار او احمدشاه مسعود له جنرال حمیدګل سره

صالح وایي، په غونډه کې پخواني ولسمشر کرزي د پاکستان لوی درستېز جنرال کیاني ته وویل چې نوموړی پاکستان داسې پېژني لکه خپل لاس اوغواړي وپوهېږي چې پاکستان ولې د طالبانو پر ځان له افغانانو او افغان حکومت سره ارتباطات نه جوړوي؟ ښاغلي کرزي له کیاني څخه وپوښتل چې د طالبانو له ملاتړ څخه د لاس اخیستنې په بدل کې د دغه هېواد غوښتنې څه دي؟

کیاني په ځواب کې ورته وویل، چې که افغانستان او پاکستان په خپلو کې ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي مونږ کولی شو چې په شپږو میاشتو کې دننه د طالبانو مسئله په بشپړ ډول حل کړو، او د پاکستان غوښتنې به مونږ وروسته له تاسو سره شریکې کړو.

ښاغلی صالح وایي چې خواوشا ۹ میاشتې وروسته د پاکستان د هغه وخت لومړی وزیر یوسف رضا ګېلاني د ۲۰۱۱ کال د می په میاشت کې کابل ته راغی او خپلې غوښتنې یې په یوه دوسیه کې چې د پاکستان کومه نښه او لاسلیک پرې نه وو شوي پخواني ولسمشر کرزي ته وسپارلې.

د تاند د معلوماتو په اساس، کابل ته د ښاغلي ګېلاني په راتګ پسې په لږو ورځو کې په پاکستان کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن ووژل شو چې پاکستان سخت بدنام او د نړیوالې ټولنې په وړاندې د خپل ځان د سپینولو په چارو اخته شو.

جلال الدین حقاني له جنرال حمیدګل سره

د ملي امنیت پخواني رییس د پاکستان غوښتنې او هدفونه په دې ډول یاد کړل:

۱. باید د افغانستان د اردو او نورو پوځي افسرانو ۳۰٪ په پاکستان کې وروزل شي،

۲. افغانستان باید له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي،

۳. د پاکستان ټرانزیټ ته د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته لاسرسی ورکول شي. (صالح: خو په مقابل کې یې هند ته د افغانستان لاسرسی رد کړی وو.)

۴. د سرحد د امنیت د ټینګښت او تامین لپاره د دواړو ملکونو یو ګډ مېکانیزم جوړ شي او په اسنادو کې د ډیورنډ کرښې پر ځای سرحد وبلل شي.

۵. د افغانستان په ختیځ او جنوب ولایتونو کې د هندوستان فعالیتونه؛ دپلوماتیک فعالیتونه، پرمختیایي فعالیتونه، بشردوستانه فعالیتونه بند او هغوی اخراج کړای شي او هندي کمپنۍ هلته پرې نښودل شي،

۶. افغانستان له چین او پاکستان سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړي،

۷.‌ په افغانستان کې هغه رسنۍ وتړل شي چې د پاکستان پر ضد تبلیغات کوي،‌

۸. د اوبو د وېش په سر له پاکستان سره تړون لاسلیک شي او له پاکستان سره د کابل د سیند او د کونړ سیند اوبه ووېشل شي،

۹. دواړه ملکونه باید په خپلو کې ډېر نژدې استخباراتي اړیکې ولري، (صالح: د دې لپاره یې د انګلستان او امریکا او د هندوستان او نیپال تر منځ د استخباراتي اړیکو مثالونه ورکړي ول).

په افغانستان کې د طالبانو د پروژې د لومړي فېز تطبیقوونکی کرنل امیر سلطان تارړ (کرنل امام(

امرالله صالح وویل، چې پاکستان یوه بله غوښتنه هم لرله چې دغه وخت یې فکر ته نه ورځي.

ویل کیږي، چې په افغانستان کې د محمد داودخان د جمهوري ریاست پر وخت چې د ډیورنډ کرښې او پښتونستان مسئله په زور کې وه، نوموړي پاکستان ته خبرداری ورکړی وه چې تر اټک پورې دې هېڅ ډول پوځي تاسیساتو ته پراختیا نه ورکوي او که داسې هر ډول اقدام کوي باید چې د افغانستان حکومت سره یې شریک کړي.

عبدالرب رسول سیاف له جنرال حمیدګل سره

د سیاسي چارو تحلیلګران وایي، چې دا هر څه هغه وخت په بل مخ واوښتل، چې د پاکستان پوځي استخباراتو د برهان الدین رباني، ګلبدین حکمتیار، او احمدشاه مسعود په شمول د افغانستان په یو شمېر مذهبي افراطیانو پانګونه وکړه، مسلح او مجهز یې کړل او د ولسمشر محمد داودخان د جمهوري نظام په مقابل کې یې راپورته کړل.

یو شمېر کارپوهان وایي، چې د دغو روزل شویو ډلو یو شمېر په ۱۳۷۰مو کالونو کې افغانستان ته په راستنېدلو د پاکستان له حلقې څخه ووتلې خو د دغه هېواد پوځي استخباراتو په پاکستان کې مېشت نوي افغان نسل په ځانګړې توګه د مدرسو په شاګردانو پانګونه وکړه چې د طالبانو په شمول یو شمېر یې اوس هم په خبر او ناخبر ډول په افغانستان کې د پاکستان د ګټو د ساتنې لپاره جنګ کوي.

له امریکاغږ سره د ملي امنیت د پخواني رییس امرالله صالح د مرکې ویډیو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *