خبریال اتل، د مرغومي ۷ مه

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشاء ریس ضیاء الحق امرخیل دغه څرګندونې د ټاکنو دخپلواک کمېسیوند څلور دیرشو ولایتونو د ولایتي ریسانو په څلور ورځني ورکشاپ کې وکړې.

دکمېسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي په خپلو خبرو کې د راتلونکي ميلادي ۲۰۱۴ کال د نظامي او سیاسي قدرت انتقال له امله مهم وباله او زیاته یې کړه چې افغان امنیتي ځواکونه د بهرنیو ځواکونو له وتو سره د هېواد امنيتي مسولیت درنه دنده ور ترغاړي کیږي او همدارنګه افغان ولس په همدې کال کې دسیاسي قدرت انتقال دټاکنو له لارې تجربه کوي، چې باید په دواړو برخو کې ملي مسوولیتونه ښکیلې خواوې ترسره کړي.

د دارلانشاء ریس ضیاءالحق امرخیل په خپلو خبرو کې د ټاکنو د کمېسیون د (۳۴) ولایتونو ولایتي مسولینو څخه مننه وکړه چې دهېواد په حساسو،سختو امنیتي شرایطو او د زور واکانو په شتون  کې دټاکنو د رهبرۍ  با مسولیته دنده پرمخ بیايي.

هغه له ولایتي مسوولینو غوښتنه وکړه چې دټاکنو قانون، د دندو او واکونو قانون ، په هېواد کې دسراسري او شفافو ټاکنو په ترسره کولو کې  د کمېسیون لخوا نوي تصویب شويو لایحو او لارښودنو او همدارنګه دتیرو تجربو څخه په ګټې اخیستنې  او شته فرصتونو څخه په ښې  استفادې  او مدیریت سره د راتلونکو سرنوشت سازو ټاکنو په ترسره کیدو کې هلې ځلې وکړي.

ښاغلي امرخیل وویل:

“له تیرو ټاکنو څخه په زده کړې داځل هڅه کوو چې د کیفیت او کمیت له پلوه دسیاسي قدرت دانتقال لپاره تاریخ جوړوونکي ټاکنې ترسره کړو او دا ټاکنې هغه مهال ترسره کیدای شي چې حکومت ټاکنو ته امنیت خوندي کړي. سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې، نوماندان، رسنۍ او کورني او بهرني څارونکي د ټاکنو د ترسره کیدو نه  سمه څارنه وکړي او د افغانستان شریف ولسونه په ټاکنو کې د پراخ ګډون ترڅنګ  د ټاکنو کارکوونکي مسلکي چلند وکړي”

د یادونې وړ ده چې د۳۴ ولایتي مسوولینو ته به  په دغه څلور ورځني ورکشاپ کې  د تصویب شوو قوانینو سره بېره د کمېسیون لخوا نويو تصویب شوو طرزالعملونو او لارښودنو په اړه معلومات ورکړل شي او هم به د ولایتي مسولینو د نظریاتو څخه په ګټنې اخیستنې سره  دټاکنو پروړاندې دشته ننګونو د مخنوي په اړه بحث ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *