خبریال اتل د لیندۍ ۱۸ مه
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د راتلونکو ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانو په ټاکنو کې د استعمالیدونکي رنګ په اړه رسنیو، مدني ټولنې او د نوماندانو استازو ته معلومات ورکړل.
د کمېسیون ریس احمد یوسف نورستاني نن په یوه خبري غونډه کې وویل:«راتلوونکو ټاکنو ته ټول اړین تدابیر نیول شوي او ټاکنې به په خپل وخت ترسره شي او د ټاکنو د ځنډ او خنډ په اړه به هیڅ کورني او بهرنی فشار ته د دې اجازه ورنکړل شي چې د ټاکنو پروسه له دننګونو سره مخ کړي.
د کمېسیون د دارالانشاء ریس ضیاالحق امرخیل په راتلونکو ټاکنو کې د شفافیت په لور باکیفیته رنګ یو مهم ګام وباله، ویې ویل:((د تیرو ټاکنو له تجربو څخه په ګټې اخیستنې او په دې موخه چې څوک دوه ځلې رایه استعمال نه کړي د ټاکنو کمېسیون داځل په ټاکنو کې په یو وخت د دوه بېلابېلونو رنګونو څخه استفاده کوي څو یاد رنګونه په هیڅ صورت پاک نشي او نه څوک په یو مرکز او یا جدا مرکزونو کې دوه رایې استعمال کړي.

ده د رنګونو د توضیح په ترڅ کې وویل: شین رنګ د سلونایتریک په نوم دی چې له رایې اچونې ۴۸ ساعته او ان یوه اونۍ وروسته په هیڅ موادو نه پاکیږي او بل رنګ په عین وخت ماوراالبنفش یو بل رنګ دی چې په غټه ګوته استعمالیږي او په سترګو نه ښکاري چې زموږ کارکوونکي به يادو مرکزونو کې د نوموړي رنګ د معلومولو لپاره د ځانګړو لاسي څراغونو څخه استفاده کوي څو د تقلب او دویم ځلې رایې اچونې مخه ونیول شي، دا رنګ هم تر۴۸ او ان تر یوې اونۍ پورې نه پاکیږي))
ښاغلي امرخیل زیاته کړه چې درڼو او سراسري ټاکنو د ترسره کیدو په موخه د ټاکنو کمېسیون د هر ډول ممکنه امکاناتو او لارو چارو څخه استفاده کوي څو ټاکنې ټولو هېوادوالو ته د منلو وړ وي.
نورستاني د ژونالیستانو د پوښتنې په ځواب کې وویل د راتلونکو ټاکنو د ډاډمن امنیت لپاره له امنیتي اورګانونو سره وخت په وخت ناستې کیږي او د څه کم ۷۰۰۰ مرکزونو د امنیت د خوندیتوب په اړه به په راتلونکي اونۍ کې امنیتي اورګانونه له دوی سره خپلې څیړنې شریکې کړي.
خبره د رنګ ده، اصلي رنګ لوی لالا پټ ساتلی.