ضیاء الحق امرخېل: د ټاکنو کمېسیون ولایتي مسولین مکلفیت لري  چې متقلب  او هغه کارمندان چې په ټاکنو په لومړي پړاو کې یې بې طرفي نه ده ساتلې له دندو لرې او پرځای یې وړ کسان  وګوماري.

نېټه دثور ۳۱ مه،

دټاکنو دخپلواک کمېسیون د دارلانشاء ریس ضیاء الحق امرخېل دغه څرګندونې نن  دټاکنو کمېسیون په مرکزي دفتر کې د۳۴ ولایتي مسولینو ته  په دوه ورځني ورکشاپ کې  وکړې.

ښاغلي امرخېل د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنو ترسره کیدل ددې کمېسیون کارکوونکو او په ځانګړي ډول د ولایتي مسولینو او کارکوونکو یوه ستره لاسته راوړونه وبلله چې په سختو شرایطو کې  یې دټاکنو لپاره هلې ځلې ترسره کړی.

 نوموړي  زیاته کړه چې دشک پرته  تیرې ټاکنې  د زور واکو،محلي چارواکو،نامسولو وسلوالو او د یوشمېر بې پلوه او متقلبو کارکونکو دسرغړونو سره سره د ځینو نیمګړتیاوو څخه خالي نه وي خو له دغو ټاکنو هم مرکزي کمیسیون او هم ولایتي دفترونو خورا زیاته تجربه  او زده کړې  ترلاسه کړي چې د ولسمشرۍ په دویم پړاو ټاکنو کې به یادو زده کړو ته په کتو دستونزه مخه ونیسي  او یادې ټاکنې به دلومړي پړاو څخه په ښه توګه  ترسره شي.

ښاغلي امرخیل وویل په دغه  دوه ورځني ورکشاپ کې به  ولایتي مسولین ددې وخت ولري چې د لومړي پړاو ټاکنو په نیمګړتیاوو بحث وکړي  او د دویم پړاو ټاکنو ته به لازم تدابیر ونیسي، نوموړي ولایتي مسولین او کارکوونکي د کمېسیون ریښتیني سفیران وبلل چې په ولایتونو او لرې پرتو ولسوالیو کې د کمېسیون استازیتوب کوي او  په بشپړې بې طرفۍ  او تعهدسره باید  دخلکو لپاره ټاکنو ته  دلاس رسي زمینه برابره کړي ځکه   عام خلک دنوموړو کارکوونکو په  بې طرفي او په ټولو چارو   قضاوت  کوي.

ښاغلي امرخیل له ۳۴ ولایتي مسولینو څخه وغوښتل چې  په ولایتونو کې د محلي مسولینو، مدنې ټولنو، دټاکنو پورې اړونده ادارو  سره همغږي  پياوړي کړي خو داهمغږي باید ددې له امل نه شي چې  دکمېسیون خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.

دکمېسیون  د دارلانشاء مرستیال ډاکتر جاوید  حبیبي په ویناء چې په نوموړي دوه ورځني ورکشاپ کې به دلومړي پړاو دمهال ویش په ټولو برخو او شته نیمګړتیاوو بحث وشي او د دویم پړاو ټاکنو دمهال ویش ته په کتو په شته تخنیکي او عملیاتي چمتوالو بحثونه وشي.

دیادونې وړ ده چې دټاکنو مهال ویش سره سم به د جوزا(غبرګولي) په لومړۍ نېټه به د د دویم پړاو ټاکنو لپاره د مخکښو نوماندانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ پيل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *