په عام ډول ترهګري هغه عمل ته ويل کېږي چې د خلکو د ويرې او ترهې سبب ورګرځي، خو په دې شرط چې دا عمل د يوې ډلې يا ادارې له خوا په هغه سيمه يا هېواد کې په مرموز ډول د اعمال نفوذ په موخه ترسره شي.
د بېلګې په توګه د يوه دولت يوه ناراضه ډله غواړي چې خلک په زور له دولته رابېل او د ځان تابع يې ورګرځوي، د همدې موخې لپاره راځي په سيمه کې خلک وژني او نورو ته ګواښ کوي چې که چا مخالفت وکړ دا به يې حال وي، يا په عامه ځايونو کې چاودنې کوي، يا عامه او خصوصي تاسيسات ورانوي چې د خلکو زړه تور کړي.
په (۲۰۰۱) زيږديز کال کې د القاعدې شبکې له امريکا سره همداسې وکړل، د امريکا په سوداګريز مرکز بريد وکړ او په سلګونه کسان په کې مړه شول، امريکا هم خپلو خلکو ته د ځان سپينولو په نيت د نړيوالې ټولې په ملګرتيا راغله او په افغانستان يې بريد وکړ، ځکه داسې ادعا کېده چې د القاعدې ډلې مشر اسامه بن لادن په افغانستان کې دی او د هغه وخت حکومت دې ته حاضر نه شو چې اسامه امريکا ته وسپاري.
پاکستان چې د طالبانو د ريژيم يوازنی ملاتړی او خواخوږی هېواد و، خو کله چې د امريکا سره يې پيسې او زور وليدو لاس په لاس يې خپله لار له طالبانو بدله کړه او په خپله خاوره کې يې امريکا ته اډې ورکړې ترڅو په افغانستان بريدونه وکړي، دې سره خوا کې يې د طالبانو سفير او يو شمېر نور سياسي کسان چې له دوی سره يې سياسي خونديتوب درلود امريکا ته وسپارل.
هغه مهال امريکا د پاکستان له همکارۍ ډېره خوشاله شوه او ښايي په ډېر سپين نيت يې له پاکستان سره خپلې مرستې نور هم ډېرې کړې وي.
پاکستان چې کله د امريکا علاقه او د طالبانو مجبوري وليده، نو موقع يې غنيمت وبلله او د دواړو په سره يې پټ پټاني پيل کړل او اوه لس کاله يې دا لوبه وکړه، له يوې خوا يې له امريکا د ترهګرۍ سره د مبارزې تر شعار لاندې ډالر اخيستل او له بلې خوا يې طالبانو او د افغان دولت نورو مخالفينو حتا د القاعدې شبکې مشرانو ته يې په خپله خاوره کې پناوې ورکړې وې ترڅو د امريکا او افغان دولت پر ضد خپل وسله وال فعاليتونه جاري وساتي.
چې ښکاره نمونې يې په ۲۰۱۱ د پاکستان پلازمېنې ابټ اباد سيمه کې د اسامه شتون، په ۲۰۱۳ د طالبانو د تحريک مشر ملا عمر ناروغېدل او د کراچۍ په يوه روغتون کې مړه کېدل او تر دريو کلونو د هغه د مرګ خبر پت ساتل.
په ۲۰۱۶ کال کې د پاکستان او ايران ترمنځ پوله کې د طالبانو د دويم مشر ملا منصور وژل کېدل، په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز ادعا چې دوی په خپله خاوره کې د طالبانو لپاره امکانات برابر کړي، ترڅو دوی د خپلو ټپيانو درملنه وکړي او کورنۍ يې د دوی په خاوره کې ژوند وکړي، د حقاني شبکه او د هغې مشر مولوي جلال الدين حقاني، د هغه زامن او کورنۍ چې په پاکستان کې مېشت دي، دا او دې ته ورته نور ډېر شواهد شته چې د رسنيو له لارې خپاره شول، يعنې کېدای شي د هغو شواهدو حساب ونه شي چې افغان دولت په ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو غونډو او کنفرانسونو کې او يا مخامخ پاکستان ته وړاندې کړي دي.
سږ کال د امريکا هم ورته زړه په تنګ شو او اعلان يې وکړ چې پاکستان له موږ سره دوه مخي کوي موږ حاضر نه يو چې د ترهګرۍ سره د ژمنه شوي درې سوه ميليونه ډالر پاکستان ته ورکړو، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وايي چې دوی موږ د سوال يا مرستې پيسې نه راکوي، بلکې موږ ته دې خپلې پيسې راکړي چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کې مصرف کړې دي.
اوس خبره په دې کې ده چې د پاکستان عمل او د ترهګرۍ عمومي تعريف ته په کتو امريکا مجبوره ده چې پاکستان ته پيسې ورکړي؟
هره معامله د يو لړ اصولو او قواعدو په چوکاټ کې ترسره کېږي، هر لوری مجبور دی چې د معاملې د پلي کېدو لپاره خپل وجايب پوره کړي، ترڅو له خپلو حقوقو برخمن شي، که چېرې يو لوری هم په وجايبو کې غفلت وکړي امکان نه لري چې معامله ترمنزله ورسيږي.