تاند، سه شنبه، د میزان ۲مه: د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګان افغان هوايي ځواک لپاره د (UH-60 Black Hawk) بلک هاک الوتکو پېرلو او ترمیم نوی قرارداد وکړ.
د امریکا د دفاع وزارت وايي، دا قرارداد ۵۴ میلیونه او ۹۳۱۹۹۵ ډالر ارزښت لري او هوکړه یې هم د ایل ایل سي د ساینسي او انجینري خدمتونو له شرکت سره لاسلیک کړې ده.
اعلامیه وايي، دا شرکت به په کندهار هوايي ډګر کې د بلک هاک الوتکو ترمیم او پالنه هم مخته وړي او د خپل نوي قرارداد کارونه به د ۲۰۲۰ کال د دسمبر تر ۳۱مې پورې تماموي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغان هوايي ځواک د پياوړتیا لپاره ګڼ اقدامات شوي دي.
د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکي وايي، تر ۲۰۲۳ کال پورې به د افغان هوايي ځواکونو شمېر، تجهیزات، امکانات او پياوړتیا درې چنده لوړه کړای شي.