تاند، شنبه، د دلوې ۵مه: د امریکا متحده ایالاتو، افغان ځانګړو هړایي ځواکونو ته Ch-47 چینوک چورلکو چمتو کولو پلان تصویب کړ.

پنټاګون، له کانګریس نه دا غوښته د د جون له اولې تر د نومبر ۳۹ مې پورې د افغان ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د کړیو هڅو په اړه راپور کې مطرح کړې وه.

د پنټاګون لخوا په افغانستان کې د امنیت او ثبات ټینګښت اړوند د تیم کال راپور کې راغلي چې په دې امریکا د افغان ځواکونو د پیاوړتیا لپاره په تېر نیم کال کې خپلې تجهیزاتي مرستې جاري ساتلې وې چې له کبله یې د افغان ځواکونو وړتیاوې لوړې شوې دي.

په راپور کې راغلي، د امریکا دفاع وزارت اوس افغان هوایي ځواک ته اضافي جنګي الوتکې چمتو کوي او په پام کې لري د ځانګړي ماموریت څانګې ته یې د CH-47 چینوک چورلکې ورکړي ترڅو د تروریزم پرضد د عملیاتو ملاتړ وشي او تر ۲۰۲۳ پورې د افغان ځواکونو په لیکو کې چینوک چورلکې د روسیې د Mi-17 چورلکو ځای ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت تر دې وړاندې ویلي وو چې تر ۲۰۲۳ پورې به د افغان هوایي ځواکونو وړتیا او امکانات درې چنده لوړ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *