تاند، جمعه، د حوت ۱۶مه: د امریکا له لوري د سولې هوکړې په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پریکړه لیک چمتو کړې مسوده کې د دغې هوکړې هرکلی شوی او له تور لیست نه د طالب مشرانو د ایستلو په اړه یې بررسۍ ته چمتووالی ښودلی.

اسوشیټډ پریس ته د دغه پریکړه لیک د مسودې په رسېدلې کاپي کې راغلي ملګري ملتونه او نړیوال ملاتړي یې د سولې په تړاو د ټولو هڅو ملاتړ کوي خو ټول لوري په کې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې په افغانستان کې یوې سیاسي حل لارې، دایمي اوربند او ټول شموله سولې ته هڅول شوي دي.

د پریکړه لیک په مسوده کې راغلي چې هر ډول سیاسي حل لاره د ټولو افغانانو، ښځو، ځوانانو او اقلیتونو حقونه خوندي کړي او دا برخه هم په کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا اضافه شوې ده.

ملګرو ملتونو اندیښنه ښودلې چې د طالبانو په راتګ سره د ښځو حقونه تر پښو لاندې نه شي او پر هغوی د کار او زده کړې بندیز ونه لګول شي.

په پریکړه لیک کې همدا راز د باور جوړونې لپاره د افغان حکومت او طالبانو د اقداماتو هرکلی شوی او د تاوتریخوالي په کم ساتلو یې هم ټینګار کړی دی.

په پریکړه لیک کې راغلی چې امنیت شورا د سولې پروسې څخه د ملاتړ لپاره چمتو ده چې پر طالبانو باندې لګېدلي بندیزونه یو وار بیا له نظره تېر کړي.

ټاکل شوې چې امنیت شورا په نږدې وخت کې د روسیې په غوښتنه دغه پریکړه لیک خپلې عمومي ناستې ته د بحث لپاره وړاندې کړي.

One thought on “امریکا، امنیت شورا له تور لیست نه د طالبانو ایستلو ته چمتو کړې”
  1. د ملګرو ملتونو د امنیت شورای باید دافغانستان د ملت روانه تروریستی وژنه د پامه ونه غورزوی . او باید د واقعیتونو په اساس فیصلی وکړی نه د فرمایش په اساس . د افغانانو قتل د طالبانو د طرفه اوس هم روان دی ، او د امریکا سره د صلحی د تفاهم لیک برخلاف د افغانستان ددولت او مات سره د جنګ ددوام او شدت اعلان کړی .
    تر څو چه طالبان په افغانستان کی دایمی اوربند ته غاړه کښینژدی ، دوی به عملآ د تروریستانو په قطار کښی وی بنآ تر هغه وخته ددوی مشران د تور لیست نه د وتلو قانونی حق نلری .
    هر وخت چه طالبان په افغانستان کی دایمی اوربند عملی کړی او د افغان وژنی نه لاس واخلی ، په عوض د تروریستی جنګ ، په سیاسی حل باندی متعهد شی نو هغه وخت ددوی مشران سیاسی حیثیت لری نه تروریستی ، بیا نو د تور لیست نه وتلای شی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *