تاند، چهار شنبه، د جدي ۱۱مه: د امریکا فډرالي محکمې د ایم ټي این مخابراتي شرکت په افغانستان کې له طالبانو او القاعدې ترهګرو څخه په مالي ملاتړ تورن کړی دی.
محکمه وايي، په دې تړاو ورته د امریکايي ځواکونو ۱۵۰ کورنیو شکایتونه کړي دي چې په منځني ختیځ کې وژل شوي یا هم ژوبل شوي دي.
د محکمې په وینا یوازې افریقايي شرکت ایم ټي این نه دی بلکې له شپږو نورو مخابراتي شرکتونو څخه هم ورته شکایتونه شوي دي خو ایم ټي این بیا تر ټول زیات رشوت او مالي مرسته طالبانو او القاعدې شبکې ته ورکړې ده چې دوی به یې په اړه پلټنې وکړي.
د محکمې په وینا، د ایم ټي این لخوا طالبانو ته رشوت په دې خاطر ورکړل شویدی چې د دوی مخابراتي پایو ته زیان ونه رسېږي، خو په دې کار یې له ۲۰۰۹ نه تر ۲۰۱۷ کال پورې ګڼ امریکايي سرتېري مړه اوټپیان شوي دي.
بلخوا د افریقا ایم ټي این شبکې په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې تړاو مستقیم ځواب په اوس وخت کې نه شي ویلی، بلکې پخپله د جزیاتو د څېړلو په هڅه کې دي.
ایم ټي این شبکه په افریقا کې فعاله ده چې د نړۍ په کچه اتمه درجه لري او ۲۴۳ میلیونه کاروونکي لري چې له کلونو راهیسې په افغانستان کې هم فعاله شبکه ده.