تاند، یکشنبه، د حوت ۱۱مه: د کابل امریکایي پوهنتون استاد او له طالبانو سره پخوانی بندي ټیموټي ویکس چې د انس حقاني په تبادله کې څو میاشتې وړاندې آزاد شو، وایي، طالبانو له امریکا سره د سولې د هوکړې مراسمو ته بللی و، خو امریکایي لوري د هوکړې په مراسمو کې د ګډون اجازه ورنکړه.
د نوموړي په وینا چې امریکایي لوري ورسره زیات خصمانه چلند کړی دی.
ټیموټي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: ((دا چې زما هیله وه پدې تاریخي مراسمو کې ګډون وکړم، زه وبلل شوم، زما قدرداني وشوه خو په پای کې امریکایي لوري زما ګډون ونه شو زغملی او ماته یي په دې تاریخي مراسمو کې د بلنلیک سربیره هوټل ته د دننه کیدو اجازه رانکړه، زه ډیر خواشینی شوم شکست خوړلو زما تکلیف او راتګ په اوبو لاهو کړ.))
نوموړی د امریکایي چارواکو له دې عکس العمل څخه خورا خواشینی شوی او وایي په لامل یې نه دی خبر چې ولې یې دا کار ورسره وکړ: ((زه نه پوهیږم ماسره ولې داسې چلند وشو ایا زما لخوا د امن او د سولې پیغام پر دوی ولې دروند تمام شو))
ټیموټي ویکس څو ورځې وړاندې طالبانو له امریکا سره د خپلمنځي سولې هوکړې د لاسلیک مراسمو ته په ځانګړو میلمنو کې ور بللی و، خو طالبانو یې لا له مراسمو څخه د شړل کیدو په اړه وضاحت نه دی ورکړی.