تاند، سه شنبه، د ثور ۹مه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا د برخې مرستیالې الیس ویلز د کابل میربچه کوټ کې د بریښنا د پایې په الوځول کېدو نیوکه کړې او ویلي یې دي امریکا د افغانستان په زېربناو بریدونه په کلکه غندي.

 د کابل میربچه کوټ په میرزا خېلو کې دوه ورځې وړاندې وسله والو د وارداتي بریښنا ستن په بمونو ویجاړه کړه چې اوس یې په رغولو باندې ۳۰۰ زره ډالر لګښت راځي او پنځو ورځو کې به بیرته جوړه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز په دې اړه نن سهار په یو ټویټ کې ویلي، افغانستان د کورونا له کبله سختو مشکلاتو کې دی او د بریښنا پر ستنو کابل کې وروستي برید د کابل ښار او روغتونونو بریښنا پرې کړې ده: (( امریکا د افغانستان په زېربناو بریدونه په کلکو ټکو غندي، افغانان باید په ګډه له کورونا سره مبارزه وکړي.))

 دا په داسې حال کې ده چې د برېښنا شرکت وايي، نن سه شنبه به له کابل سره د ۱۵۰ میګاواټه بریښنا یو مؤقتي لاین وتړي او د میربچه کوټ د وارداتي بریښنا ستن به په پنځو ورځو کې جوړه شي.

 د بریښنا پر پایه د میربچه کوټ سیمه کې د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو طالبانو تر دې وړاندې په پروان او بغلان کې د وارداتي برېښنا ستنې په ځلونو له بمونو سره الوځولې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *