تاند- د امریکا متحدو ایالتونو له پاکستانه وغوښتل چې د افغانستان له حکومت سره د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې د پروسې ملاتړ وکړي.
د پاکستان دي نیور ورځپاڼې نن /یکشنبه/ راپور ورکړ چې په واشنګټن کې د امریکايي او پاکستاني چارواکو له کتنې وروسته د ټرمپ ادارې په افغانستان او سیمه کې د سولې لپاره له پاکستان سره نژدې هلوځلو ته لېوالتیا وښوده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د متحدو ایالتونو د ملي امنیت له سلاکار ایچ آر مک کاسټر سره د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار له کتنې وروسته په یوه خبرپاڼه کې وویل«متحد ایالتونه د تروریزم او په سیمه کې د سولې او ثبات په شمول د دواړو خواوو ګډو ګټو ته د ټولو تهدیدونو په اړه له پاکستان سره د نژدې همکارۍ هیله لري.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سولې د بهیر په اړه د پاکستان د وړاندیز په ځواب کې وویل چې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د افغانستان د سولې پروسه له اوږدې مودې راهیسي د امریکا پالیسي ده.
ویندوی وویل«موږ هغه ټول هیوادونه چې د افغانستان په سوله او ثبات کې دلچسپي لري هڅوو چې یوازې د افغانستان د حکومت ملاتړ وکړي.»
د ویاند په وینا پاکستاني لوري وویل چې د افغانستان سوله او ثبات ورته لومړیتوب لري او په دې باوري دی چې د افغانستان مسلې ته پوځي حللار نشته؛ باید د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سیاسي ستراتیژۍ د خپراوي هڅه وشي.
ده زیاته کړه، په افغانستان کې سوله او ثبات د دواړو هیوادونو په ګټه دی او دواړه هیوادونه له کابل سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.
د امریکا د ملي امنیت له سلاکار سره د پاکستاني وزیر اسحاق ډار کتنه له ډېرې مودې وروسته د ټرمپ د ادارې له یوه چارواکي سره د یوه پاکستاني چارواکي لومړني لیده کاته دي. د ټرمپ اداره له پاکستاني چارواکو سره لیدو ته لېوالتیا نه ښيي.