تاند- د افغانستان د سولې په اړه په پیکینګ کې د چین، روسیې او امریکا استازو په خپله درېیمه مشورتي غونډه کې د پاکستان د ګډون هرکلی وکړ او ویې ویل چې پاکستان د افغانستان په سوله کې د اسانتیا په راوستلو کې مهم رول لوبولی شي.

د څلور هیوادونو استازو پرون (چهارشنبه) د افغانستان د روان وضعیت او د افغانستان او سیمې د ثبات، سولې او سوکالۍ لپاره د سیاسي روغې جوړې په اړه نظرونه تبادله کړل.

څلور خواوو د افغانستان د سولې پر هغې اجماع ټینګار وکړ چې دوی د سږ کال د اپریل میاشتې په ۲۵ نېټه د مسکو په درې اړخیزه غونډه کې پرې سلا شوي وو.

ټولو لوریو د ښکېلو خواوو ترمنځ وروستي تماسونه او پرمختګ مثبت وباله او هرکلی یې وکړ.

دوی په مسکو او دوحه کې د بین الافغاني غونډو هرکلی هم وکړ.

د امریکا، چین، روسیې او پاکستان استازو له ښکېلو افغان خواوو وغوښتل چې له رامنځته شوي فرصت څخه د سولې لپاره ګټه واخلي او ژر تر ژره دې د طالبانو، د افغانستان حکومت او نورو افغانانو ترمنځ خبرې اترې پیل شي.

دوی یو وار بیا تاکید وکاوه چې دا خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي او سولې ته لار هواره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *