بدلون

د بدلون اوونیزې سرلیکنه:

بدلون اوونيزه/لومړی کال/ ۴۹مه ګڼه/چهارشنبه/ تله/۲۹/ ۱۳۹۴

ښایي مخکنی ولسمشر حامد کرزی د افغانستان یو له ډېرو جالبو او د ډېر بحث وړ څېرو څخه وې چې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۴ پورې د افغانستان د مؤقت، انتقالي او دوو انتخابي دورو مشر وو؛ نوموړي په خورا بېساري ډول په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه توجه جلب کړه، یو وار خو د نوبل د سولې جائزې ته هم کاندید شو، پر سیمه او ټوله نړۍ وګرځېد، نړۍ د یوه فیشني او شیکپوش رئیس جمهور په صفت وپېژاند او ده هم په خپلو جالبو ویناوو نړیوال متعجب کړل خو له دې ټولو سره- سره نوموړی یو مرموز، متناقض، مبهم او د زیات بحث وړ جنجالي شخصیت پاته شو، په ډېرو مواردو کې یې په باب پېشبینۍ سرچپه وختلې.

د محترم کرزي په باب دا خبره ممکن د اتفاق نظر تر بریده سمه وي چې دی یو چالاک، هوښیار او زرنګ سیاسي لوبغاړی وو او چې اوس له واکه ګوښه شوی نو د سیاست او شخصیت پېچلتیا یې نور هم تاو خوړلی او لګیا دی کله چپ او کله هم په چېغو د سیاست په نغم کې اوبه تېروي.

د نوموړي شخصیتي ځانګړنې به جالبې او په عین حال کې مرموزې وي، غوړه ژبه به لري، د خطا ایستلو چمونه به یې تر هر چا ښه زده وي خو د سیاستونو، دریځونو او کړنو نتایج یې روښان دي چې څومره د افغانستان په ضرر دي؟

 دا بېله خبره ده چې نن افغانان د داسې یوه هراړخیز بحران په توپان کې را ګیر دی او لږ فرصت هم موندلای نه شي چې د دغه سیاسي مداري ګواښونکو نیرنګونو ته یې پام شي، تحلیل یې کړي او علمي نتېجه ګیري یې وکړي مګر دا د دې معنا نه لري چې دی نو ګواکي تر قیامته پر افغان ولس د خپلو شیطاني سیاستونو تطبیقوونکی دی او هیڅوک نه په پوهېږي او نه سر په ګرځوي؛ بالآخره به تور و سپین میدان ته را وزي.

موږ خپل مسؤلیت ګڼو چې د خپلو خلکو، په تېره بیا ځوان نسل، و تور و سپین ته ور پام کړو، د دغه مشر شراچوونکو پلانو ته یې متوجه کړو او په ګډه دا درس ځنې واخلو چې زموږ ځوان سیاستوال باید د ښاغلي حامد کرزي غوندې سیاسي استعداد په ځان کې و روزي مګر دا سیاسي درایت و ظرفیت د افغانستان د عزت، پرمختګ او ښېزارۍ لپاره په مثبته توګه وکاروي نه دا چې د کرزي او کرزي پلوو په شان یې د شخصي ګټو لپاره د افغانستان په قیمت استعمال کاندي.

دلته ښايي د دغه جالب سیاستوال د ټولو سیاسي او شخصیتي خصوصیاتو د څېړلو او معرفي کولو لپاره ګنجایش نه وي خو یو اړخ به یې، چې زموږ په نني ژوند پورې مستقیم تړاو لري، سره بیان کړو.

د روان کال د میزان پر ۶- مه د کندوز تر سقوط وروسته د امریکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت د تمدید فیصله وکړه؛ ولسمشر محمد اشرف غني او ډېرو نورو سیاستوالو د دې پرېکړې تود هرکلی وکړ اما منفي غبرګونونه یې هم په وړاندې څرګند شول چې پکښې حامد کرزی هم وو.

دلته زموږ د بحث موضوع د دې ثبوت نه دی چې آیا د امریکا دا نوی دریځ د افغانستان په خیر دی که په شر؟ خو اصلي او جالبه سوژه مو دا ده چې پر ضد یې حامد کرزی څنګه د طالبانو په صف کې درېږي!!!

اول خو ډېره په زړه پورې دا ده چې کرزی په خانداني ډول له امریکا سره ډېر نژدې روابط لري، دی له (سي. آی. اې) سره پر خپلو رسمي اړیکو لکه بلبل غوندې ږغېږي، پر دغه اعتراف یې شپږه هم نه خوري او د همدغه امریکا په زور یې پر افغانستان ۱۳- کلنه واکمنې زموږ په  مخ کې کیسه ده خو دا ډېره سوال زېږوونکې کړکېچنه مسئله ده چې څنګه جناب کرزی او د امریکا په مشرۍ نړیوال پوځي ائتلاف د ترهګرو (طالبانو او القاعده) پر ضد را ولاړ شوي ول او د دوی د ظهور یوازنی وجودي منطق همدغه د تروریزم پر ضد مبارزه وه خو کرزي له اولې ورځې تر ننه طالب ته ورور وویل، په داسې حال کې چې طالب آن یو وار، په سهوه هم د ده ورورۍ ته یوه میلۍ تمایل و نه ښود؛ د ده د سولې د هر پیام جواب یې د ولس په قتل عام، پراخه تباهې او نه مهارېدونکی وحشت سره ور کړ او کله چې د ده واکمنې له خپله قانوني اوجه پر را کښته کېدو شوه نو له امریکا سره یې په موقف کې منفي بدلون سر را پورته کړ؛ داسې لکه د طالب صف ته چې ورښویېږي، لکه په سخت دریځه او خشن طالب چې بدلېږي، لکه د ځان او دنیا پر ضد چې د طالباني مجادلې حقانیت ثابتوي، لکه د طالب په مقابل کې چې خپل پر ځان، پر خپل ځواک او نړیوال بلاک د بطلان سرې کرښې را باسي.

ښاغلي کرزي د خپلې واکمنۍ په دوران کې پاکستان ته د امریکا د یوه مهم متحد په توګه ۲۱- واره سفرونه وکړل، دغه هیواد یې هم له شوروي سره د جهاد او هم په امریکایي دوران کې خپل لوی خواخوږی وښود، تر دې بریده چې که پر پاکستان برید وشي نو دی به د خپل دغه ورور په څنګ کې درېږي خو کله چې یې ښه پوره بېوخته له پاکستان او امریکا سره دښمنې اعلان کړه نو له پاکستان سره خپل درېده یې له پاکستاني ولس سره په درېدو تعبیر کړل نه له پاکستاني حکومت سره، اما دا د کوڅې وبازار په سطحه هم د پوهېدو وړ ده چې د هیوادونو تر منځ سیاسي تعاملات د دولتونو په کچه رامنځته کېږي نه د عامو ولسونو په سطحه.

بله دا چې د کرزي د واکمنۍ مهال کلونه- کلونه پاکستان پر کونړ او ننګرهار د توغندیو مسلسل بریدونه وکړل خو دې د خدای بنده یې په مقابل کې سپوڼ هم و نه واهه ولي کله چې ولسمشر غني له پاکستان سره د سولې هلېځلې شروع کړې نو کرزی صاحب دا له پاکستان سره د افغانستان سودا وبلله، نژدې یې آسمان ځمکې ته را ووست او عامه ذهنیت یې داسې منحرف و ګمراه کړ چې ګواکي خدای مکړه وطن مو خرڅ شو، مګر کله چې کندوز د طالبانو (په اصل کې پاکستان) له خوا سقوط شو نو دغه په اصطلاح د پاکستان مخالف او افغانستان خواخوږي د مخالفت یوه کلمه هم تر خوله و نه ایسته.

په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت پر دوام تر طالبانو زیات کرزي سخت منفي عکس العمل وښود او په دې توګه یې د تروریزم په لومړۍ کرښه کې له ترهګرو سره اوږه پر اوږه د دنیا پر ضد د مخالفت جنډه لکه کړه.

نتېجه:

حامد کرزی زموږ د ځوان سیاسي نسل لپاره د خورا جذاب سیاسي درس اخیستو  یو مهم فصل دی، دا څپرکی باید په ډېر غور سره مطالعه، تحلیل او تجزیه شي.

زموږ د ځوان سیاسي شعور لپاره باید دا د درک وړ اوسي چې کرزي غوندې چالاک او بېباک سیاستوال څنګه خپل سیاسي ظرفیت د وطن او ملت په تاوان لګوي؟ یوه ورځ د خپلې واکمنۍ د دوام و استحکام لپاره ټوله دنیا د خپل ولس پر سر ور سپروي چې کله یې خپلې شخصي و غرضي موخې پوره شي بیا خپل خلک د هماغې نړۍ په مقابل کې د ناتمامي دښمنۍ په جنجال کښېباسي؟

نړۍ او د نړۍ هر مملکت خو به په هر صورت له هر ډول حالاتو څخه په خپله ګټه استفاده کوي مګر د کرزي غوندې سیاستمدارانو د سیاستونو نتېجه به زموږ د هیواد لپاره هغه بحران وي چې نن یې په دوږخ کې یو مخیز سوځو.

 د ځوان افغان نسل د سیاسي بېدارۍ په هیله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *