تاند – د امریکا د متحده ایالاتو یو شمېر چارواکو له امریکاغږ څخه غوښتنه کړې ده چې د بلوچي ژبې له پاره یو مستقل سروېس پرانیزي.
رسنۍ وایي چې ښایي په نژدې راتلونکي کې په پاکستان، ایران، او افغانستان کې د بلوچ وګړیو له پاره د هغوی په خپله ژبه یو مستقل پروګرام پیل شي او د دغه محروم ولس اواز د نړیوالو غوږونو ته ورسوي.

د متحده ایالاتو په ولسي جرګه کې یوه جیګپوړي استازي او چارواکي دانا رورا بکر د امریکاغږ د خپرونکیو د بورډ اجرائیه رییس جان لنسېنګ څخه د یوه پریس ریلیز له لارې غوښتنه کړې ده چې د بلوچي ژبې پروګرام دې پیل کړي. ښاغلي رورا بکر لیکلي، «په مورنۍ ژبه خپرونې کولی شي چې بلوچانو ته بې طرفانه خبرونه او د ولسواکو ارزښتونو په هکله خپرونې وړاندې کړي. هغه به همدارنګه په دې برخه کې مرسته وکړي چې بلوچان خپله ژبه او کلتور وساتي.»
بلوچان وایي چې د هغوی ډېره خاوره د پاکستان له خوا نیول شوې خو د بلوچستان د ازادۍ ننګیالي د خپلې ازادۍ له پاره خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکوي. ویل کیږي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې اکثر وختونه بلوچ ځوانان تښتوی، شکنجه کوي، وژني او مسخه شوي جسدونه یې په دښتو او ډاګونو کې غورځوي، خو څوک نشته چې د هغوی اواز واوري.
بلوچان او د هغوی خواخوږي په دې باور دي چې که چېرې امریکاغږ او نورې نړیوالې رسنۍ په بلوچي ژبه خپرونې پيل کړي ښایي چې د بلوچسان د ازادۍ د ننګیالیو او هغو بلوچانو اواز د نړیوالو غوږونو ته ورسېږي چې په پاکستان او ایران کې پرې د حکومتونو له خوا سخت ظلمونه کیږي.
ژوندی دی وی د قهرمان بوګتی لارویان!