2امریکايي، روسي او جاپاني فضانوردان د قزاقستان له بایکونور روسي اډې څخه د څلور میاشتني ماموریت لپاره نړیوال فضايی ستېشن ته روان شول.

امریکايي فضانورده کیټ رابینز د لومړي ځل لپاره فضايي ماموریت ته تللی؛ دا په عین حال کې له نړیوال فضايي ستېشن څخه د ایټالیايي فضانوردې سامانا کریستي له راستنېدو وروسته لومړنۍ فضانورده (ښځه) ده چې دغه فضايي تمځای ته ځي.

د روسي فضا نورد اناتولي ایوانیشین دا دوهم فضايی ماموریت دی او د جاپان تاکایو اونیشي پخوا د الوتکې پیلوټ و، او په هوا کې یې ډېر سفرونه کړي دي.

د دوی په سفر کې د معمول خلاف کوم ځنډ پېښ نه شو.

نړیوال فضايي ستېشن د فرانسې، امریکا، روسیې، ناروې، جاپان او برازیل په شمول د بېلابېلو هیوادونو له لوري په ګډه جوړ شوی دی.

دا تمځی د مځکې په مدار کې ګرځي؛ او له ۱۳۷۹ لمریز کال راهیسي د نړۍ د مختلفو هیوادونو د فضا نوردانو له لوري پکې څېړنې دوام لري.

مېرمن رابینز د مالکولونو جیالوجیسته ده، دا به لومړنۍ انسانه وي چې د ډي این اې په اړه څېړنې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *