تاند- د امریکا استخباراتي چارواکو وویل چې پاکستان له تروریستي ډلو څخه پر افغانستان او هندوستان د فشار په توګه کار اخلي.

د متحدو ایالتونو د دفاعي استخباراتو رييس وینسنټ سټیوارټ پرون /سې شنبه/ د امریکا د کانګریس د سنا جرګې د وسله والو خدماتو په کمېټه کې د پوښتنو په ځواب کې وویل«پاکستان تروریستي ډلو ته پناه ورکړې چې د افغانستان پر ضد یې استعمال کړي. دا هیواد دا کار د دې لپاره کوي چې هند ته د لېوالتیا په صورت کې پر افغانستان فشار راوړي.»

ده زیاته کړه، پاکستان په هغه صورت کې د افغانستان د امنیت ملاتړ کوي چې هند په افغانستان کې نفوذ ونه لري.

جنرال ستیوراټ وویل، پاکستان له تروریستي تنظیمونو څخه د یوې زېرمې په توګه کار اخلي.

ده وویل، باید پاکستان ته په زغرده وویل شي چې د افغانستان سوله او امنیت د سیمې د ټولو هیوادونو په خیر دی او پاکستان ته تاوان نه لري.

ستیوارټ همداراز وویل «موږ باید پاکستان ته قناعت ورکړو چې که دوی د حقاني شبکې ملاتړ کوي، د حقاني شبکې ساتنه ورته په ګټه نه ده.»

د امریکا د دفاعي استخباراتو ريیس د خپلو خبرو په دوام کې وویل، باید پاکستان تر فشار لاندې راوړل شي چې د حقاني شبکې پر ضد اقدام وکړي. دوی باید د طالبانو او هغ پښتنو ترمنځ توپیر وکړي چې د پښتنو تر واک لاندې افغانستان غوښتونکي دي.

ستیوراټ وویل چې ۲۰ تروریستي ډلې په سیمه کې فعالې دي چې ټوله سیمه ګواښي.

په دې استماعیه غونډه کې د امریکا د سي آی اې مشر هم د پاکستان او طالبانو د اړیکو او په وسیله یې د افغانستان د کمزورولو لپاره د پاکستان د هڅو یادونه وکړه.

One thought on “امریکايي استخباراتي مشر: پاکستان له طالبانو پر افغانستان د فشار لپاره کار اخلي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *