تاند، شنبه، د اسد ۵مه: د امریکايي استخباراتي ادارې یو پخوانی چارواکی مایک مورل وايي، که د سولې پروسه په همدې شکل مخته ولاړه شي، نو دا به افغانستان کې امنیت تامین نه کړي، بلکې طالبان او القاعده به بیا واک ته ورسوي.
مایکل مورل وايي، ډونالډ ټرمپ طالبانو سره یوې چټکې او بیړنۍ هوکړې ته عجله لري خو په دې نه دی خبر چې دا سوله به سوله نه شي.
نوموړی وايي، طالبانو سره اوسنۍ خبرې اترې یو ډول لوبه ده چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لار اسانه کړي.
د هغه په وینا، ولسمشر ټرمپ ویلي چې طالبان ستومانه شوي، خو دا سمه نه ده، ځکه چې طالبان د هر بل وخت په پرتله، د سپټمبر له ۱۱مې نېټې بریدونو وروسته ډېرې برخې کنټرول وي او د یوه ګوند په توګه د ټول افغانستان د کنټرول په لټه کې دي: ((ولسمشر ټرمپ ویلي چې طالبان ستومانه شوي، خو دا سمه نه ده ځکه چې طالبان د هر بل وخت په پرتله، د سپټمبر له ۱۱مې بریدونو وروسته، ډېرې سیمې تر لاسه کړې دي او دغه ډله هغه څه چې تل پلټلي، تعقیب به وي. او هغه په بشپړه توګه د یوه ګوندي هېواد په توګه د افغانستان کنټرولول دي.))
خو بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده مورګن اوټوګز وايي، د افغانستان خلک باید پوه شي چې نږدې شل کاله امریکایانو په دغه هېواد کې ځانونه قربان کړل، او د مالیې پيسې یې چې په سختی ترلاسه شوي لګولي څو د افغانستان خلک د خپل راتلوونکي د بدلون لپاره انتخاب ولري: (( دا یو کوچنۍ ژمنه نه ده بلکې پراخه او ټول شموله ده.))
کهڅه هم د هر بل وخت په پرتله له طالبانو سره د سولې احتمالي هوکړې ته رسېدل ډېر نږدې شوي، خو په دې ورځو کې په دې اړه ډېر شکونه هم اورېدل کېږي.
کابل کې د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر له فارین پالیسي سره په مرکه کې ویلي چې د افغانستان په جګړه کې د پاکستان د لومړي وزیر د همکاریو د ژمنې په اړه شک لري.
ښاغلی کراکر وايي، که چېرې تاسې فکر کوئ چې موږ طالبان په داسې حال کې په خپل وجودي دښمن بدلوو چې تاسې له افغانستانه بهر کېږئ، لیوني یاست؟