تاند- په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو جنګي الوتکو نن /سې شنبه/ د فراه په مرکز کې د افغان مځکنیو ځواکونو په ملاتړ پر طالبانو بمباري وکړه.
په داسې حال کې چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه لا هم د فراه ښار په ځینو برخو کې له وسله والو طالبانو سره په نښته بوخت دي، د امریکا د هوايي ځواک اې-۱۰ جنګي الوتکو په ښار کې پر طالبانو ګوزارونه وکړل.
افغان هوايي ځواک هم نن ورځې څو ځلې په فراه کې پر طالبانو بمباري کړې ده.
تراوسه پورې د دې حملو د مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه راپور نه دی ترلاسه شوی.
د فراه ځینې اوسېدونکي وايي، که هوايي حملو مخکې شوي وای طالبان به ښار ته په ننونو بریالي شوي نه وای او نه به ښار د جګړې پر میدان بدلېدو.
د فراه د ولایتي شورا غړي جمیلې امنیني هم وویل چې په ښار کې د ډزو او چاودنو د ږغونو له کبله خلک په کورونو کې پټ دي او اکثره هڅه کوي چې ځان له ښاره وباسي.
اغلې امیني، له فرالنس پریس سره په خبرو کې په دې انتقاد وکړ چې له هوايي ځواک څخه ناوخته کار واخیستل شو.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت له لوري په یوه لنډه خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښار د افغان حکومت تر کنټرول لاندې دی.
په دې خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې افغان ځواکونه د یاغیانو خلاف تهاجمي حالت لري.
له بلې خوا د دفاع وزارت ویندوی محمد رادمنش وايي چې د ښار له مرکزه ۳ کیلو متره لېري په شمال او لوېدیځ کې نښتې لا هم دوام لري.
ده همداراز ویلي چې کومکي ځواکونه فراه ته استول شوی چې طالبان نور هم شاته وشړي.