تاند- د امریکا جنګي الوتکو په هلمند کې د طالبانو پر یوه غونډه په بمبارۍ کې لږترلږه ۸ سختدریځي وژلي دي.
د هلمند ولایت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دا برید تېره شپه ۲ بجې په موسي کلا ولسوالي کې وشو.
د هلمند ولایتي اداره وايي چې په دې برید کې لږترلږه ۸ طالبان وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.
تېره میاشت هم په موسي کلا کې د طالب قوماندانانو پر یوه غونډه هوايي برید شوی و.
په فراه کې ۱۱ پولیس او ۹ طالبان وژل شوي
له بلې خوا د فراه ولایتي اداره وايي چې په دې ولایت کې د طالبانو له لوري پر یوې پوستې په برید کې ۱۱ سرتېري وژل شوي دي.
د فراه د والي ویندوی ناصرمهري فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو په بالابلوک ولسوالي کې د تلاشۍ پر یوې پوستې په برید کې ۱۱ تنه سرتېري شهیدان کړي او ۴ نور ژوبل کړي دي.
ده همداراز وویل چې په دې برید کې ۹ تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
په نیمروز کې ۶ پولیس وژل شوي
همداراز په نیمروز کې هم پر پولیسو د طالبانو په برید کې ۶ پولیس وژل شوي دي.
د نیمروز مرستیال والي سردار محمد همدرد وايي چې دا برید په خاشرود ولسوالي کې وشو او په ترڅ کې یې ۲ نور پولیس ژوبل شوي دي.