تاند- د امریکا دفاع وزارت (پینتاګون) وايي د دغه هیواد یوې بې پېلوټه الوتکې روانه اوونۍ د افغانستان په کونړ ولایت کې د القاعده تر ټولو لوی مشر په نښه کړ.

د پینتاګون یوه چارواکي پرون /چهارشنبه/ وویل چې د یکشنبې په ورځ د امریکا بې پېلوټه الوتکې د القاعده مهم مشر فاروق القطاني او دغه راز البلال الُمعتبي د کونړ ولایت په غازي اباد ولسوالي کې په نښه کړل.

د پینتاګون په وینا دا له ډېرو کلونو وروسته لومړی ځل دی چې د القاعده یو مشر په افغانستان کې په نښه کوي.

د دې ډلې ټول مشران په پاکستان کې ویشتل شوي ځکه چې هغوی پر افغانستان د امریکا او نړیوال ايتلاف د ۲۰۰۱ م کال له عملیاتو وروسته پاکستان ته وتښتېدل او لا هم همالته اوسي.

امریکايي چارواکي وايي چې القطاني، چې اصلاً د سعودي عربستان تبعه و، په کونړ ولایت کې پټ و او دوی له تېرو ۴ کلونو راهیسي پسې ګرځېدل.

دوی همداراز وايي، القطاني د امریکا پر ضد د حملو مهم پلان جوړوونکی و او په افغانستان کې د امریکايي او ايتلافي ځواکونو پر ضد یې ډېر بریدونه پلان کړي دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویندوی کوک وايي، که القطاني او  بلال المعتبي وژل شوي وي، دا به القاعده شبکې ته لوی ګوزار وي.

ځواب دلته پرېږدئ