تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او منځنۍ اسیا مرستیالې او د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي نن /سې شنبه/ له ولسمشرغني سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم، د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې الیس ویلز په ګلخانه ماڼۍ کې له ولسمشر غني سره د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې پر پروسې، د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر تیاریو، تروریزم ضد مبارزې او د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا پر ستراتیژۍ خبرې وکړې.
دوی په داسې حال کې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې پر پروسې خبرې وکړې چې د قطر په وروستیو خبرو کې طالبانو یو وار بیا د افغانستان له حکومت سره له خبرو انکار وکړ او دې مسلې په افغانستان کې په دې خاطر اندېښنې زیاتې کړي چې د افغانستان د سولې پروسه د افغانانو له لاسه په وتلو ده.
له مېرمن ویلز سره د ولسمشر غني په کتنه کې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د ملي امنیت عمومي ريیس lمحمد معصوم ستانکزی او د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح حاضر ول.
د ارګ له یوې بلې خبرپاڼې سره سم د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي مطلق القحطاني نن /سې شنبه/ په دلګشا ماڼۍ کې له ولسمشر غني سره د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړې.
قطر، چې د طالبانو دفتر پکې دی، د طالبانو او امریکایانو د وروستیو خبرو کوربه هم و چې ویل کېږي په لړ کې یې زیات پرمختګ شوی دی.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني د افغانستان د سولې په بهیر کې د قطر د هڅو مننه وکړه، ویې ویل، د افغانستان حکومت په خپله خاوره کې د عزتمنې او تلپاتې سولې غوښتونکی دی.
له قطري او امریکايي چارواکو سره د افغانستان د ولسمشر د خبرو زیات جزییات نه دي خپاره شوي.
afghananow salamoalikum;peace process is dIctated by pakistan;
TALIBS ARE PAKISTANI SOLDIERS;
SAME GAME LIKE WITH NAJIBULLAH.
THAT TIME WAS GULBUDDINE&NOW IS TALIBS/SUPPORT YOUR GOVERNMENT/
KHALILZAD IS ANTI PASHTOON/DO NOT TRUST,
.THANK YOU