تاند- امریکا او پاکستان د دوشنبې په ورځ موافقه وکړه چې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه به په خپل منځ کې تماسونو ته دوام ورکړي او دوه اړخیزې اړیکې به پیاوړې کړي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، دا موافقه د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې د دوو هیوادونو د چارواکو ترمنځ په کتنه کې وشوه.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز له یو شمېر نورو امریکايي چارواکو سره پرون پاکستان ته لاړل او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال او یو شمېر نورو چارواکو سره یې ولیدل.
دواړو خواوو د افغانستان د سولې د بهیر په اړه پر وروستیو پرمختیاوو غور وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، پاکستان د افغانانو ترمنځ پر دیالوګ ټینګار وکړ او هغه یې د سولې د پروسې د وړاندې تګ لپاره حیاتي وباله.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دواړو خواوو ټینګار وکړ چې د افغانستان د سولې پروسه د افغانستان د اوږدې شخړې د پای ته رسېدا لپاره تاریخي فرصت دی او پکار ده چې ټول نفوذ لرونکي افغانان او د افغانستان ګاونډیان په دې پروسه کې مهم رول ولوبوي.
ټاکل شوې ده چې زلمی خلیلزاد په بل پړاو کې قطر ته لاړ شي او له طالبانو سره د سولې د خبرو بل پړاو پیل کړي. دی به هند ته هم لاړ شي.
محترم خلیلزاد صاحب تاسو پخوا لا افغانستان او دافغانستان تابعت له لاسه ورکړی دی او خپله یو امریکایی یی ته به نو څنګه د خوار افغانستان دفاع د خارجی ملکونو په مقابل کی وکړی او افغان اولس هیڅ اومید نلری چی دا د سولی وړی په شړی نسی