تاند- د امریکا د پوځ یو پخواني چارواکی وايي، په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د جګړې د ګټلو لپاره پکار ده چې د پاکستان په خاوره کې د دې ډلې پناهځایونه له منځه یووړل شي.

متقاعد جنرال جان ایم کین، چې پخوا د پوځ مرستیال رييس او د جنګي مطالعاتو د انستیتیوت رييس و، وویل، د پاکستان پوځ افغان طالبانو ته د استخباراتي معلوماتو، روزنې او لوژیستیک په برخو کې مرسته ورکوي.

ده د سې شنبې په ورځ د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته د نړیوالو ګواښونو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو په مهال وویل«لازمه ده چې یوه داسي نوې ستراتیژي خپله شي چې په پاکستان کې پناهځایونه له منځه یووړل شي. د طالبانو پناهځایونه په پاکستان کې دي او د پاکستان پوځ هغوی ته استخباراتي معلومات، روزنه او لوژیستیکي مرستې برابروي.»

متقاعد جنرال کین همداراز وویل، هیڅ یاغي او چریکي ډله تر هغو ماته شوې نه ده چې د جګړې له سیمې دباندې یا له هیواده دباندې یې پناهځایونه له منځه وړل شوي نه وي.

ده د افغانستان په وړاندې د اوباما پر پالیسي هم نیوکه وکړه، ویې ویل چې د اوباما پالیسي دا نه وه چې جګړه وګټي بلکې د ده پالیسي دا وه په افغانستان کې د امریکا ښکېلتیا پای ته ورسوي.

ده همداراز وویل«د امریکا نوی حکومت باید سیاسي او امنیتي ارزونه وکړي او د افغانستان د پنځلس کلن جنګ د نه ګټل کېدو عوامل وڅېړي.

«پکار ده چې په نوې ستراتیژي کې په پاکستان کې د پناهځایونو د له منځه وړلو او د وضعیت د بدلولو لپاره افغان ملي امنیتي ځواکونو ته د دوی د اړتیا وړ امکاناتو د برابرولو ژمنه شوې وي لکه استخباراتي مرسته، جنګي هیلي کوپترونه، جنګي الوتکې، د ماین ضد وسایط…

«د عیني شرایطو له څېړنې پرته، که رښتیا ووایم نه شم ویلی چې څومره اضافي ځواکونو ته به تر کله اړتیا وي.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *