تاند- په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو دوهم جګپوړي قومندان اټکل کړی دی چې د کابل د وزیراکبرخان مېنې د وروستۍ ځانوژونکې حملې په شان به نور ځانمرګي بریدونه وشي.
د کابل د وزیراکبرخان مېنې په لبناني رستوران کې یو ویشت تنه ووژل شول چې اکثره یې بهرنیان ول.
په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو قومندان ډګرجنرال مارک میلي په کابل کې له خپل پوځي مرکزه د ویدیو کنفرانس له لارې په پینتاګون کې خبریالانو ته وویل، د کابل په لبناني رستوران کې د طالبانو د حملې هدف دا و چې له افغانستانه د نړیوالو پوځیانو د وتلو په ترڅ کې د وېرې او ناامنۍ چاپېریال رامنځته شي.
ډګرجنرال میلي همداراز وویل چې په راتلونکو ورځو کې د ورته نورو ځانمرګو او حیرانوونکو حملو اټکل کوي.
ده دا وړاندوینه هم کړې چې د نورو حملو هدف به ملکیان، افغان امنیتي ځواکونه، د افغانستان د حکومت مامورین- چارواکي او دغه راز د امریکايي پوځیانو په ګډون بهرنیان وي.
تمه وه چې له امنیتي موافقې سره د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د مخالفت له کبله به وسله وال طالبان د افغانستان پر حکومت او تاسیساتو بریدونه ودروي.