تاند (یکشنبه، د حوت ۳) د امریکا د پوځ یوه پخواني جګپوړي چارواکي عبدالله عبدالله ته په خطاب کې وویل چې ۳۹ فیصده رایې درسره مرسته نه کوي او د انتخاباتو پایلې ومنه.
د امریکا د پوځ د لوی درستیز پخواني مرستیال متقاعد جنرال جک کین په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي«عبدالله د افغانستان په انتخاباتو کې د بري ادعا کوې حال دا چې په قطعي ډول دې انتخابات بایللي دي؛ د ۵۰ اعشاریه ۶۴ په وړاندې ۳۹ اعشاریه ۵۲ فیصده درسره مرسته نه شي کولی. څنګ ته شه. ولسمشر غني له طالبانو سره د خبرواترو لپاره ملاتړ ته اړتیا لري، نه تفرقې ته.»
پرون د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد شبرغان ته لاړ چې له عبدالرشید دوستم سره د وروستۍ انتخاباتي لانجې او د سولې پر پروسې خبرې وکړي.
تراوسه پورې د دوی د خبرو جزییات اعلان شوي نه دي.