تاند، سه شنبه، د سنبلې ۱۹مه: یو لوړ پوړي امریکايي جنرال کېنټ کېنزي خبر ورکړی چې په افغانستان کې به پر طالبانو د امریکا بریدونه زیات شي.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ رئیس جنرال کینزي کابل ته په خپل تازه سفر کې ویلي، امریکايي ځواکونه به په افغانستان کې توندلاري بریالي کېدو ته پرېنږدي.

جنرال کینزي چې بګرام کې خبریالانو ته ویلي چې طالبانو په مذاکراتو کې د امتیاز اخیستنې د بریدونو په دوام تېره اوونۍ د کابل یو برید کې د یو امریکايي په وژلو سره د سولې مذاکراتو ته صدمه رسولې ده.

نوموړي زیاته کړې ده چې پر توندلارو به له هر لوري عملیات پراخ کړي او شدت به ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ټرمپ هم ویلي چې له طالبانو سره مذاکرات ختم شوي دي او په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو پر ترهګرو خپل بریدونه زیات کړي دي.

ښاغلي ټرمپ له طالبانو سره خبرې په داسې حال کې ودرولې چې طالبانو او خلیلزاد دواړو ویلي وو چې په اصولو کې سره هوکړې ته رسېدلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *