تاند- په افغانستان کې د امریکا تر ټولو جګپوړي جنرال وايي، امریکا او اروپا ته پکار ده چې په افغانستان کې د حکومتي ځواکونو او سختدریځو ترمنځ په جګړه کې ولاړ حالت مات کړي.
جنرال جان نیکلسن وايي، د اوسني ولاړ حالت د پای ته رسولو لپاره ۵ زره نورو پوځیانو ته اړتیا ده.
د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د لندن سنډې ټایمز ته په مرکه کې وویل«موږ دا نه شو زغملی چې افغانستان همداسي پرېږدو. دا هغه ځای دی چې د ۱۰۰۱ کال د سپټمبر په یوولسمه پکې د تروریزم ضد جنګ پیل شو. په افغانستان کې ماته به تروریستان په درسته نړۍ کې زړه ور کړي.»
نیکلسن به د مې په میاشت کې د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر جېمز ماتیس او د ملي امنیت د سلاکار ایچ آر مک ماستر په ملاتړ د افغانستان لپاره د نورو پوځیانو غوښتنه وکړي.
اکثره امریکايي پوځي چارواکي او قوماندانان افغانستان ته د محاربو پوځیانو د لېږلو ملاتړ کوي او وايي چې اوسني ۸۴۰۰ سرتېري یوازې افغان ځواکونه روزي او د القاعده او داعش پر ضد محدود عملیات کوي خو د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره لازم شمېر ځواکونه نه لري.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ زیات پام په منځني ختیځ کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې ځپلو ته اړولی چې د نیکلسن له هیلو سره سم دریځ نه دی.
نیکلسن وايي چې د افغانستان حکومت حاضردمه د خپل ټول نفوس په ۶۰ سلنه او د خپلې ټولې خاورې په ۵۷ سلنې کنټرول لري.
چی په یونیم لکو ونه شو په ۵۰۰۰ خو بیخی نه کیږی، که امنیت غواړی نو منافقت و حرامیتوب بس کړی، په حکومت و پارلمان او بیرون کی د ۲۰۰۰ لویو لنډغرو غلو او قاتلانو په غاړو کی نیلونی پړی واچوی او د ښار په چوکونو کی راویځوړی، حکومت پاک کړی او پنجاب و قم او نورو ته هم داړی جینګی کړی، بیا مو دغه ۸۰۰۰ هم دروغواړی، ۴۰۰ یی سفارت کی واچوی بیا وګوری امنیت
If the US really wants peace in Afghanistan it should remove corrupt people from the government.