تاند- د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې امریکايي دیپلوماتانو امریکا ته د اوو مسلمانو هیوادونو د اتباعو د سفر د بندیز په اړه د ډونالډ ټرمپ اجرايي حکم غندلی دی.
د انډیپینډنټ ورخپاڼې د راپور له مخې په مختلفو هیوادونو کې لسګونو امریکايي دیپلوماتانو او د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو د ټرمپ پر پرېکړه غوسه ښوولې او په یو لیک کې یې له ولسمشر ټرمپ سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.
انډیپینډنټ وايي چې تر دې پخوا داسي نه دي لیدل شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي او یا یې بهرمېشتي دیپلوماتان د خپل ولسمشر پر پرېکړو اعتراض وکړي.
د دوی په اعتراضي لیک کې د ټرمپ پر فرمان اندېښنه ښودل شوې او ویل شوي چې دا فرمان نه یوازې د امریکایانو له ارزښتونو سره په ټکر کې دی بلکې د تروریزم ضد هلې ځلې به له ستونزو سره مخامخ کړي.
دوی همداراز ویلي چې دا بندیز به امریکایان د بهرنیو تروریستانو له حملو ونه ساتلی شي.
زه خو تر اوسه د ټرمپ سخت ّپلوی یم او هغه خلک چې پرضد یی ِ ستونی پړسیدلی هغه خلک دی چي د نړۍ مافیا رهبری کوی
ټرمپ د انګلیس د سیاست دعصر پای دی نوي نړیوال سلوک او