تاند- امریکايي ساینسپوهان وايي چې ۲۰۱۴ میلادي کال د هوا د درجې د ثبت په تاریخ کې تر ټولو تود کال و.
امریکايي ساینسپوهانو د هوا د تودوښې (تودوخې) په اړه خپل راپور د جمعې په ورځ /جنوري۱۶/ خپور کړ.
تېره میاشت د هوا پېژندنې نړیوالې ادارې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د هوا د تودوښې په اړه خپله ابتدايي پایله اعلان کړه چې پر اساس یې ویل شوي ول، دا ۱۲ میاشتې تر ټولو تودې وې.
تر دې مخکې تر ټولو توده هوا په ۱۹۵۱ او ۱۹۸۰ میلادي کلونو کې ثبت شوې ده.
په لاندې لیست کې د نړۍ د هوا د تودېدو بهیر وینئ.