تاند- په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د چارو سرمفتیش په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې د ولسمشر اوباما د حکومت له لوري کندهار ته د برېښنا د پلان نشتوالی له طالبانو سره مرسته کولی شي.
د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې سرمفتیش خبرداری ورکړی چې د ولسمشر بارک اوباما حکومت د افغانستان جنوبي ښار کندهار ته تر راتلونکي کال وروسته د برېښنا د مهیا کولو جدي پلان نه لري او دا کار کېدای شي د طالبانو په ګټه تمام شي.
په افغانستان کې د امریکا د مرستو او د بیارغونې د چارو سرمفتیش، چې عموماً په افغانستان کې د امریکا په مرستو د جوړو شویو پروژو پر نیمګړتیاوو او په هغو کې د پیسو پر وهل کېدو یا ضایع کېدو تحقیقي راپورونه چمتو کوي، په تازه راپور کې ویلي چې امریکا له افغانستانه د خپلو پوځیانو له ایستلو وروسته افغانانو ته دوامداره برېښنا د بلوا ضد ستراتیژۍ لپاره مهم لومړیتوب بولي خو په کندهار کې یې دې چارې ته پام نه دی کړی.
په راپور کې ویل شوي چې امریکا به د راتلونکي کال له سپټمبر څخه کندهار ته د برېښنا د برابرولو لپاره د میاشتې یو ملیون ډالره مرسته ودروي، او د دې پر ځای په متبادل پلان غور نه دی شوی. افغان چارواکي د لمریزې انرژۍ په فکر کې دي خو لمریزه انرژي د دې لپاره دوامدار حل نه دی چې وسایل یې افغانان غلا کوي.
حاضردمه امریکا کندهار ته د تېلو یا جنرېټرونو په وسیله برېښنا برابروي او هره میاشت پرې یو ملیون ډالر لګوي،.
د سرمفتیش په راپور کې ویل شوي چې کندهار په افغانستان کې د سخت دریځو مرکز دی او د دغه ولایت اوسېدونکو ته د برېښنا برابرول له مرکزي حکومت سره د خلکو له ملاتړ سره مرسته کوي.