تاند- د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې ريیس سناتور باب کورکر وايي، امریکايي پوځیان به په افغانستان کې لږترلږه یوه لسیزه نور هم پاتې شي.
کورکر د یکشنبې په ورځ /اکتوبر۱/ د متحدو ایالتونو له این بي سي تلویزیوني چاینل سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې «ایا دا احتمال شته چې امریکايي پوځیان یوه لسیزه نور په افغانستان کې پاتې شي؟» وویل «هو، یقیتاً»
د امریکا مخکیني ولسمشر بارک اوباما پرېکړه کړې وه چې له افغانستانه به ټول امریکايي پوځیان باسي. د اوباما له ټاکل شوي مهالوېش سره سم د امریکا او ناټو ټول جنګي ځواکونه د ۲۰۱۴ تر پایه له افغانستانه ووتل او یو شمېر نور هم په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کې ووتل خو طالبانو په دې موده کې د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو پر ځای جګړې ته زور ورکړ او ظاهراً د طالبانو له لوري د افغانستان حکومت ته تهدید د دې سبب شو چې امریکا او ناټو له افغانستانه نه یوازې د ځواکونو د بشپړه ایستلو پروسه ټکنۍ کړي بلکې له نوې اعلان شوې ستراتیژۍ سره سم لږترلږه ۳۹۰۰ نور پوځیان راولېږي.
د امریکا په کانګریس کې د مشرانو جرګه (سینټ) زیات واک لري.
د امریکا د سنا جرګه ۱۰۰ او د استازو جرګه ۴۳۵ غړي لري. د سناتورانو کاري دوره ۶ کاله او د استازو د جرګې د غړیو کاري دوره ۲ کاله ده.
کورکر د امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو د یوه دلیل په توګه وویل«د افغانستان ټول ناخالص تولید د خپلو امنیتي ځواکونو لګښتونه نه شي پوره کولی.»
پینتاګون په اګست میاشت کې د لومړي ځل لپاره افشا کړه چې په افغانستان کې ټولټال ۱۱۰۰ امریکايي پوځیان مېشت دي چې د هغوی په منځ کې لږترلږه ۲۰۰۰ په تروریستي ضد هلوځلو کې بوخت دي.