Sen. Lindsey Graham speaks as Supreme Court nominee Brett Kavanaugh testifies before the Senate Judiciary Committee on Capitol Hill in Washington, DC, U.S., September 27, 2018. Michael Reynolds/Pool via REUTERS - RC1C49B8EB20

تاند- د امریکا د کانګریس مخکښ غړی لینډسي ګراهام وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هر راز موافقه باید تر لاسلیکېدو مخکې کانګریس ته وړاندې شي او د کانګریس غړي یې وڅېړي.

سناتور ګراهام د خپل هیواد له ولسمشر ډانلډ ټرمپ څخه وغوښتل چې له طالبانو سره د سولې د موافقې په لاسلیکولو کې له احتیاطه کار واخلي او داسې پرېکړه ونه کړي چې د سختدریځو ډلو د پیاوړتیا سبب شي.

دا په داسې حال کې ده چې د سي این این تلویزیون د راپور له مخې، ولسمشر ټرمپ له خپلو جګپوړو سلاکارانو سره د طالبانو او زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي د موافقې د نهايي کولو لپاره د جمعې په ورځ ناوخته غونډه کوي.

خو ګراهام د ولسمشر ټرمپ او د ده د حکومت د جګپوړو چارواکو تر غونډې مخکې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي«هیله لرم چې ولسمشر او کاري ډله یې، له افغانستان څخه، چې د سپټمبر د یوولسمې پېښه پکې پلان شوه، د سختدریځو ډلو د خطرونو په اړه سمې او دوامداره پرېکړې وکړي.»

سناتور ګراهام همداراز ویلي«هیله لرم چې له طالبانو سره د سولې د هر راز موافقې په اړه، چې په افغانستان کې د امریکا پر حضور اغېز لري، په کانګریس کې غونډې او مشورې ولرو او رایې پرې واخیستلی شو.»

سناتور ګراهام د یو شمېر نورو امریکایانو په شان اندېښنه لري چې ولسمشر ټرمپ به د خپل انتخاباتي کمپاین لپاره له طالبانو سره داسې جوړجاړی وکړي چې د تروریزم پرضد د مبارزې په لاره کې به خنډ پېښ کړي:

«هره هغه موافقه چې له تروریزم سره د جدي مبارزې لپاره د امریکا مخه نیسي، د سولې موافقه نه ده. د دې پر ځای، دا چاره د امریکا پر خاوره او په نړۍ کې د امریکا پر ګټو د لا ډېرو حملو لپاره لار پرانیزي.»

د امریکا او طالبانو ترمنځ له موافقې سره سم، چې لا نهایي شوې نه ده، له طالبانو څخه ژمنه اخیستل شوې چې له افغانستان څخه به پر نورو هیوادونو د تروریستي بریدونو مخه نیسي خو سناتور ګراهام وايي، که له طالبانو سره د موافقې پر اساس په افغانستان کې له سختدریځو او ترهګرو سره د مبارزې مسوولیت له امریکايي ځواکونو واخیستل شي او طالبانو ته وسپارل شي، دا به ستره تېروتنه وي او په نتیجه کې به یې سوله هم رانه شي.

د افغانستان حکومت هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې پر مسودې ملاحظې لري او وايي چې په دې اړه یې خپل اعتراضونه امریکايي چارواکو ته رسولي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې په مسوده کې ویل شوي چې د موافقې له نهايي کېدو وروسته به طالبان او امریکایان پر یو بل بریدونه نه کوي خو طالبان به پر افغانانو او امنیتي خواکونو بریدونو ته دوام ورکوي. دغه راز طالبانو ژمنه نه ده کړې چې د افغانستان له حکومت سره به د سولې خبرې پیلوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *