سناتور ګراهم

تاند- د امریکا د جمهوریپال ګوند مخکښ سناتور لیندسي ګراهم د جمعې په ورځ له افغانستان او سوریې څخه د امریکايي پوځیانو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ پر پرېکړې د سنا جرګې د فورې غونډې د رابللو غوښتنه وکړه.

د ټرمپ د دواړو پرېکړو پر سر د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس له دندې استعفا وکړه.

ګراهم، چې د امریکا د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې غړی هم دی، خبریالانو ته وویل، غواړي چې د سنا جرګې په غونډه کې له متیس څخه مخامخ له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو په اړه واوري.

راپورونه وايي چې متیس په ځانګړي ډول له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو مخالف دی.

د امریکا د جمهوریپال ګوند یوه بل ګانګریس من جیم بنکس د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې له افغانستان څخه د ځواکونو ایستل به په امریکا کې د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوې بلې یوولسمې سبب شي.

ده سي این این تلویزیون ته وویل«موږ هلته د دې لپاره یوو چې د امریکا پر خاوره د ۹/۱۱ په شان د بلې حملې مخه ونیسو، او زه تر پخوا زیات اندېښمن یم ځکه چې د داعش د خراسان ډله دا ډول ګواښونه پېښوي.»

اکثره امریکايي سناتوران او چارواکي فکر کوي چې د افغانستان جګړه دوی ته د پخوا په شان نه له مالي نظره ګرانه تمامېږي او د نه تلفاتو له پلوه.

په تېرو ۴ کلونو کې په افغانستان کې د امریکا او د ناټو د ټولو غړیو هیوادونو ټولټال ۵۰ سرتېري په جګړه او تصادفي پېښو کې وژل شوي دي.

د دوی په باور همدومره پوځیان په خپلو هیوادونو کې هم په مختلفو عواملو له ژونده بې برخې کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ