تاند- یوه جګپوړي امریکايي سناتور د دغه هیواد له ولسمشر بارک اوباما څخه وغوښتل چې له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پلان بېرته واخلي.

سناتور لیندسي ګراهم خبرداری ورکړ چې که ولسمشر اوباما له افغانستانه د ټولو پوځیانو د ایستلو له پلانه تېر نه شي هغه څه به په افغانستان کې پېښ شي چې په عراق کې وشول.

پرون د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي موافقه لاسلیک شوه. له دې موافقې سره سم به اټکل کېږي چې له ۳۸۰۰۰ امریکايي پوځیانو څخه، چې اوس په افغانستان کې شته، نژدې ۹۸۰۰ له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پاتې کېږي. د ۲۰۱۵ میلادي کال په پای کې به د دغو پوځیانو نیمايي ووځي او نژدې ۴۹۰۰ به پاتې شي، او دا پوځیان به د افغانستان په دوو سیمو کې مېشت وي؛ یو پلازمېنه کابل او بل بګرام.

د ولسمشر بارک اوباما په وینا د ۲۰۱۶ کال په پای کې به ټول امریکايي پوځیان ووځي او یوازې به دومره امریکايي عسکر پاتې شي چې په کابل کې د امریکا سفارت وساتي. د دې خبرې معنا دا ده چې د ۲۰۱۷ میلادي کال په پیل کې به په افغانستان کې شاوخوا زر(۱۰۰۰) امریکايي پوځیان موجود وي.

د دیموکرات ګوند غړي او د امریکا په مشرانو جرګه کې د جنوبي کارولینا استازي سناتور لینسي ګراهم د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي موافقې له لاسلیکېدو وروسته فکس نیوز راډیو ته د امنیتي موافقې د لاسلیکېدو په اړه وویل:

«دا ښه موافقه ده، موږ په بهرنیو هیوادونو کې خپل پوځیان له قانوني مصونیته پرته نه شو پرېښودای. د قواوو د موقف موافقه به هغوی د افغانستان په محکمو کې له محاکمه کېدو وساتي، موږ به د تادیب او سزا له ستونزو سره نه مخامخ کېږو. دا دوی ته قانوني خوندیتوب برابروي او په افغانستان کې دننه په اغېزمن ډول عملیات وکړي. دا یو لوی انکشاف دی، افرین دې وي په ولسمشر غني. دی به د امریکا د متحدو ایالتونو ډېر ښه متحد وي. کرزی په ناورین بدل شوی و.»

امریکايي پوځیان د جرم په صورت کې د امریکایانو له لوري محاکمه کېږي. امریکا په نورو هیوادونو کې هم ورته قراردادونه لري.

له بلې خوا د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې رييس کارل لیفین د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي موافقې د لاسلیکېدو هرکلی وکړ، ویې ویل:«دا موافقه زموږ له افغان متحدانو سره د دوی د هیواد د راتلونکې د خوندي کولو په خاطر د وړاندې تګ یو پوخ بنسټ دی. افغانستان په خپله او دغه راز زموږ او د نړیوالې په مرسته د دې اوونۍ د تاریخي – سوله ییز واک لېږد په شمول لوی ګامونه اخیستي دي.»

په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو کې تر یو لک زیات امریکايي پوځیان په افغانستان کې دېره ول. خو اوس په افغانستان کې د ټولو امریکايي پوځیانو شمېر ۳۸ زرو ته رسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *