تاند- (سې شنبه، د میزان ۱۶۵) دوو امریکايي سناتورانو د دوشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره د افغانستان او کشمیر په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې له خبرپاڼې سر ه سم، د امریکا د سنا جرګې غړیو کریسټوفر فان هیلن او میګي حسن په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په مرکز کې له جنرال باجوه سره په کتنه کې د سیمې د امنیت او د دوو خواوو د دلچسپۍ پر نورو موضوعاتو خبرې وکړې.
دا کتنه په داسې حال کې کېږي چې پاکستان د (FATF) له لوري په تور لیست کې د شاملېدو له خطر سره مخامخ دی.
د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې له مخې، امریکایي سناتورانو د سیمې د امنیت لپاره د پاکستان د هلوځلو ستاینه وکړه.
تر دې وړاندې امریکايي سناتورانو په اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره وکتل.
پاکستاني رسنیو د دوی د خبرو په اړه جزییات نه دي خپاره کړي.
خو دا امریکايي سناتوران په داسې حال کې پاکستان ته تللي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په پاکستان کې، چې د طالبانو اصلي پناهځای بلل کېږي، د ۵ بهرنیو یرغملو په وړاندې د ۱۱ طالب بندیانو د خوشي کېدو معامله وکړه.
طالبان په افغانستان کې اکثره یرغمل کړي کسان په پاکستان کې ساتي.