تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو د جمهوري غوښتونکي ګوند یوه سناتور وویل چې له ګوانتنامو بنده خوشي شوي طالبان له حقاني شبکې سره په تماس کې دي.

د طالبانو پنځه بندیان تېر کال د یوه امریکايي اسیر بو بریګدال په بدل کې له ګوانتنامو محبسه خوشي او قطر ته ولېږل شول چې لا هم په دغه هیواد کې اوسي.

سناتور لیندسي ګراهم، چې منځني ختیځ ته ډېر سفرونه کوي او په دې وروستیو کې قطر ته تللی و، د پنجشنبې په ورځ وویل، اندېښنه یې لرله چې یو له دغو پنځو تنو به له قطره وتلی وي، خو د قطر د سفر په لړ کې ډاډ ورکړای شو چې درست په دغه خلیجي هیواد کې دي.

پینتاګون د پنجشنبې په ورځ وویل چې له قطر سره کار کوي او ډاډه دی چې له خوشي شویو طالب بندیانو د هر ډول خطر مخه به ونیسي.

قطر د تېر کال په مې میاشت کې د ولسمشر بارک اوباما له لوري په دې وستایل شو چې د پنځو طالب بندیانو په وړاندې د یوه امریکایي پوځي بو بریګدال د تبادلې لانجمنه معامله یې ممکنه کړه.

قطر ژمنه کړې چې د ګوانتنامو له بنده دا پنځه خوشي شوي طالبان به تر یوه کال پوري وڅاري خو وروسته به پرېښودل شي چې لاړ شي.

سناتور ګراهم د چهارشنبې په ورځ اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل:«دا یوازې د یوه کال معامله ده. موږ ډاډه یوو چې دوی به بېرته د جګړې میدان ته لاړ شي.»

ده همداراز وویل:«د حقاني شبکې ځیني کسان یې لیدو ته راغلي ول. دوی ارتباطات لري. پنځه واړه په افغانستان کې دننه تماسونه نیسي.»

ګراهم، چې د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې غړی او په دغه جرګه کې په بهرنۍ پالیسۍ کې تل مخکښ رول لوبوي، وویل چې د دې د وېرې خلاف پنځه واړه طالبان په قطر کې اوسي.

پینتاګون یا د امریکا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د بندیانو په اړوندو قضیو به تبصره ونه کړي.

په دې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د خوشي شویو طالبانو بیا فعالیت جدي ګڼي او له پوځ، استخباراتو، قانون نافذوونکو او دیپلوماتیکو چاینلونو سره په نژدې همکارۍ په دې برخه کې کار کوي چې د هغوی بیا فعالیت محدود او د ضرورت په وخت کې اقدام وکړي.

د امریکا د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې پینتاګون د قطر له حکومت سره نژدې شراکت او همکاري لري او دوی ډاډه دي چې د طالبانو د هر راز خطر د محدودولو توان لري.

امریکا د تېر کال په مې میاشت کې د طالبانو پنځه بندیان نورالله نوري، خیرالله خیرخوا، محمد نبي، محمد فاضل او عبدالحق واثیق د یوه امریکايي اسیر په بدل کې قطر ته وسپارل.

One thought on “امریکايي سناتور وايي په قطر کې مېشت طالبان له حقاني شبکې سره تماسونه لري”
  1. دامريكايانو خيانت او صداقت ورخ به ورخ دافغانستان به هكله جوته كيزي.دا لا دبتي سر دي لا كوره بسي.هر خه ورخ به ورخ أفشا كيزي.زمونز لور بورو جارواكو دباره دا يو لوي تر بيتي درس دي.خداي وكري تري برخه من شي..
    زما خواهش دملي وحدت ددوارو مشرانو خخه دا دي جه دجانكريني جمونه شاته وغور زوي او دواره دافغانانو به توكه دملت دابادي دباره لاس به كأرشي .تر خو دخلكو دبا ور وكرخي.ورخ راخي جه دهغه شوم اعمال به هم رسوا كيزي بيا تاسو ته به مخ هيخ نه باتي كيزي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *