تاند- د امریکا د دیموکرات ګوند یوه مشر او د مشرانو جرګې مخکښ سناتور د افغانستان د ولسمشر له لوري د امنیتي موافقې د ژر لاسلیکولو په اړه د ولسمشر اوباما د حکومت پر اصرار انتقاد وکړ.
سناتور کرل لیفین پرون په دې نیوکه وکړه چې د ولسمشراوباما اداره ټینګار کوي چې د افغانستان ولسمشر دې د روان ۲۰۱۳ کال تر پایه پوري له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي. ده وړاندیز وکړ چې واشنګټن دې صبر وکړي چې د افغانستان بل د باور وړ مشر د راتلونکي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې واک ته ورسېږي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې متحدو ایالتونو د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې مشر سناتور کرل لیفین ولسمشر بارک اوباما ته په یوه لیک کې ویلي:« دا غوښتنه چې کرزی دې د سږ کال د دسمبر تر یودېرشمې پوري له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي، دا ناسم باور پیاوړی کوي چې ګواکي واشنګټن تر کابل زیات دې معاملې ته اړتیا لري.»
لیفین زیاته کړې، د امریکا متحد ایالتونه باید کرزي ته ووايي چې که دی دا موافقه نه لاسلیکوي، واشنګټن به هغه چا ته صبر وکړي چې د راتلونکي کال په انتخاباتو کې د افغانستان ولسمشر غوره کېږي.
د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې مشر اوباما ته په استولي لیک کې ویلي:«د افغانستان راتلونکی ولسمشر به، که هغه هرڅوک وي، احتمالاً تر ولسمشر کرزي زیات باوري وي، او د هغه له لوري د امنیتي موافقې لاسلیک به ډېر مطمین وي.»
د اوباما د حکومت چارواکي وايي، امنیتي موافقه، چې پر اساس یې امریکايي پوځیان له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پاتې کېدای شي، پکار ده چې سږ کال یعني په راتلونکو څو اوونیو کې لاسلیک شي او که لاسلیک نه شي د امریکا او ناټو پوځیان به د خپل محارب ماموریت له پای ته رسېدو وروسته پلانونه جوړ نه کړای شي او له افغانستان سره به نړیوالې مرستې کمې شي.
مشورتي لویې جرګې له امریکا سره د امنیتي موافقې د لاسلیکولو په ملاتړ کې پرېکړه وکړه خو کرزی وايي چې یو لړ شرطونه لري چې باید د امنیتي موافقې تر لاسلیکېدو مخکې ومنل شي.
د افغانستان د ولسمشر ویندوی ایمل فیضي وویل چې د دوی لپاره دوه شرطونه زیات مهم دي. ده له امریکا وغوښتل چې پر افغانستان د فشارونو د اچولو پر ځای دا دوه شرطونه عملي کړ چې یو د افغانانو پر کورونو د حملو درول او بل له طالبانو سره د سولې د بهیر پیلول.
تر دې مخکې د افغانستان ولسمشر د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو په شان یو لړ نور شرطونه هم لرل خو داسي ښکاري چې د کرزي حکومت اوس یوازې په وروستیو دوو شرطونو ټینګار کوي.
د افغانستان او پاکستان لپاره دامریکا خاص استازي جېمز ډابینز پرون /پنجشنبه/ له ولسمشر کرزي سره له کتنې وروسته په یوه مرکه کې وویل چې له طالبانو سره د سولې هڅې په دې خاطر درېدلي چې وسله وال طالبان نه غواړي چې خبرې وکړي.