سناتور ګراهم

تاند، سه شنبه، د قوس ۱۹مه: امریکايي سناتور لینډسې ګراهام وايي، که پاکستان طالبانو ته خوندي جنت (پناه ځای) نه اوسي، افغان جګړه به په څو اوونیو کې ختمه شي.

 نوموړي، له طالبانو څخه د پاکستان د قوي ملاتړ خبره په داسې حال کې کړې ده چې نن څلورمه ورځ ده په دوحه کې د خلیلزاد او طالب مشرانو مذاکرات روان دي.

ښاغلي ګراهام په دې اړه هم له فاکس نیوز سره په مرکه کې نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده چې اصلي مذاکرات له طالبانو سره نه بلکې له پاکستان سره باید وشي: (( طالبانو سره چې مذاکرات کوو، سم کار نه دی، د دوی پر ځای باید پاکستان سره مذاکرات وشي چې طالبانو ته پناه ځایونه ور نه کړي، که داسې وشي افغان جګړه په څو اوونیو کې ختمېږي.))

 ښاغلي ګراهام ټینګار کړی چې دی غواړي د پاکستان دوه مخې تګلاره پای ته ورسوي او په وینا یې دا هېواد باید د نظامي اهدافو پر ځای د سوداګریزو ګټو سنجولو ته قانع کړای شي.

 دا په داسې حال کې ده چې امریکايي او طالب مشرانو هیله ښودلې چې په قطرکې روان مذاکرات یې نتیجه ورکوونکي دي او افغانستان به بیا د ترهګرو ځاله نه ګرځي.

4 thoughts on “امریکايي سناتور: که پاکستان د طالبانو خوندي جنت نه وي، جګړه به څو اوونۍ وخت ونیسي”
  1. خبری ښی کوی مګر عمل مو کم دی هغه ځکه چی همدا تاسی یعنی امریکایانو پدی ۱۹ کلن جګړه کی پاکستان ته ۳۳ میلیارده ډالره ورکړی وو چی ټرمپ په یو ټویټ کی لیکلی وو مګر بیا مو تیر جولای میاشت کی عمران خان امریکا ته سفر کړی او ټرمپ ته یی د سولی او طالبان د اوربند او افغان دولت سره خبرو کولو د حاضرولو لپاره کړی وو ۱۲۵ میلیونه ډالره نوره مرسته هم ورسره وکړ نو د تاسی د سنا او پنټاګون چی دا ډول خبری کوی او بیا مرسته ورسره کوی نو معلومه ده چی تاسی ډیر بی عقله ولس یاست چی پدی پوهیږی چی کیلی پاکستان په لاس کی دی او آسامه بن لادن مو هلته وواژه ، ملاعمر ، ملامنصور، اود ملا هیبت الله ورور هلته ووژل شو د حقانی زوی په اسلام آباد کی ووژل شوی نو بیا هم شک لری چی پاکستان یی ملاتړ نه کوی
    ولی اقتصادی او سیاسی فشار ورباندی نه راوړی لکه سپاه پاسداران دی ایران غوندی چی عقل یی سرته راشی او له جنګی ډلو د ملاتړ او روزنی څخه لاس په سر شی؟
    مګر داسی معلومیږی چی پدی ۱۸ کلنه جګړه کی تاسی خپل ولس او افغان ولس ته درواغ ویلی او وایی ځکه دا خبره اوس واشنګټن پوسټ هم کړی ده

    آیا پاکستان رښتیا ددی جګړی اصلی عامل دی یعنی د جنګی ډلو نظامی او مالی ملاتړ کوونکی دی هغه که اوس دی یا ۴۰ کلنه جګړه کی ، کچیری وی ولی امریکا ورباندی نظامی او سیاسی او اقتصادی بندیز نه لګوی؟
    لدی داسی معلومیږی چی امریکا او پاکستان ګټی یو دی چی هغه د افغان ولس وژنه ده افسوس چی نه طالب پوهیږی او نه افغان دولت چارواکی

  2. کونړ کې لشکر طیبه ډلې د مرکزونو په جوړولو پیل کړی دی

    https://tatobaynews.com/?p=63630
    د کونړ ځايي مسوولان وايي، د پاکستاني پوځ له توغندیزو بریدونو سربېره اوس لشکرطیبې، جېش محمد او البدر وسله‌والو ډلو د هغه هېواد په ملاتړ دانګام او د ورڅېرمه ولسوالیو غرنیو سیمو کې مرکزونه جوړ کړي دي.

    د دانګام ولسوال محمد رحمان دانش وايي، کونړ کې د دغو وسله‌والو ډلو له خوا د مرکزونو جوړول او د تازه تحرکاتو پیل، د دغه ولایت امنیت ته جدي ګواښ پېښولی شي.

    دانش وايي، یادې وسله‌والې ډلې افغان خاوره کې پر امنیتي پوستو د بریدونو ترڅنګ، هغه خلک په نښه کوي، چې د دوی پر خلاف وي.

    د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشران هم مني، چې د دغې ولسوالۍ په غرنیو سیمو او ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه دواړو لوري کې د لشکرطیبې، البدر او جېش محمد ډلو لپاره دغه مرکزونه پاکستاني حکومت جوړ کړي، چې ولسي وګړي یې ستونزو سره مخ کړي.

    په ورته وخت کې د کونړ د والي ویاند غني مصمم هم مني، چې یو شمېر سرحدي سیمو کې وسله‌والو ‌ډلو خوندي ځایونه جوړ کړي، خو په وینا یې، افغان ځواکونه د دغو مرکزونو له منځه وړلو لپاره عملیات کوي.

    لشکرطیبه، جیش محمد او البدر وسله‌والې ډلې تر ډېره پاکستان کې فعالیت کوي.

    دغو ډلو له پخوا د کونړ یو شمېر هغو ولسوالیو کې فعالیتونه کول، چې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې دي، خو د مرکزونو جوړولو چاره یې په تازه‌ګۍ سره پیل شوې ده.

  3. محکمې ویلي حافظ سعید د خیریه بنسټونو تر عنوان لاندې له خلکو چندې ټولې کړې او هغه یې د ترهګریزو شبکو د پیاوړتیا لپاره لګولې دي. محکمې دغه راز تور پورې کړی چې په دې توګه نو حافظ سعید په ګڼو ترهګریزو پېښو کې لاس لري چې ټولې قضیې باید سپينې کړل شي او محاکمه به دوام وکړي. حافظ سعید د لشکر طیبه ډلې بنسټګر دی چې په پاکستان کې یې ازادانه ژوند درلود خو د امریکا او هند تر فشارونو وروسته پاکستان اړ شو چې ددغه کس پر وړاندې اقدام وکړي. امریکا نوموړی د ترهګرو په تور لېست کې هم شامل کړی دی. هند بیا وایي چې حافظ سعید په ممبۍ کې د ۲۰۰۸ کال په خونړیو بریدونو کې لاس درلود.

  4. ګراهام: که افغانستان ته پام ونه شي، امریکا به تر عراق هم له بد حالت سره مخامخ شي
    http://www.taand.com/archives/94152

    ګراهام: ټرمپ باید روښانه کړي چې طالبانو سره جعلي که واقعي سوله کېږي؟
    http://www.taand.com/archives/130908

    لینډسې ګراهام: امریکا او نړیوال دې د افغان ټاکنو ملاتړ وکړي
    http://www.taand.com/archives/134703

    سناتور ګراهام، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل به د بل ۹/۱۱ سبب شي

    http://www.taand.com/archives/133236

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *