تاند- د امریکا د عدلیې وزارت اعلان وکړ چې د دغه هیواد د حکومت پخوانی قراردادي له یوه دوهم لاس قراردادي څخه په غیرقانوني ډول د ۳ لکه ډالرو د اخیستلو په خاطر په ۲۱ میاشتو بند محکوم شو.
د نبراسکا اوسېدونکی ۵۷ کلن مک الپاین د سې شنبې په ورځ /نوومبر۲۸/ وروسته له دې په اتلانتا کې محکوم شو چې د سږ کال په جون میاشت کې د رشوت پر یوه مورد اعتراف وکړ.
ده ومنله چې د ۳ لکه ډالرو رشوت په بدل کې یې له یوه افغان سره د څه باندې یو ملیون او ۶۰۰ ملیون ډالرو قرارداد په ورکولو کې مرسته کړې وه.
مک الپاین د ۲۰۱۴ له فبرورۍ څخه د ۲۰۱۶ تر اکتوبر پورې کابل هوايي ډګر ته نژدې په یوه خوندي ځای کې اوسېده او کار یې کاوه.
ده لومړی د یوې امریکايي کمپنۍ لپاره کار کاوه، وروسته له بلې سره کار پیل کړ.
ده په محکمه کې اعتراف وکړ چې له خپل کارفرما (کمپنۍ) څخه یې دوو افغان قراردادیانو ته دوه جلا قراردادونه واخیستل.
دغو کمپنیو، چې مک الپاین د قرارداد په ورکولو کې مرسته ورسره کړې، د ورسپارل شوي کار ظرفیت نه درلود.
په دغو قراردادونو کې یو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت لپاره و.
کورنیو چارو وزارت یادوئ، ماته جنرال پشقل (بسم الله جان محمدی) نیغ ودریږي، هماغه قرارداد خو به نه وي؟ههههه
He should reveal the names of afghans he gave them the money.