واشنګټن پوست: امریکا غوښتل چې په ۲۰۱۷ کې له افغانستانه ووځي خو اوس داسي ښکاري چې څو لسیزې نور هم باید پاتې شي.

تاند- د امریکا د پوځ جګپوړو قوماندانانو، چې تر څو میاشتې پخوا پوري یې د سږ کال تر پایه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو پلانونه جوړول، اوس د څو لسیزو لپاره په افغانستان کې د زرګونو امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو پر احتمال خبرې کوي.

دا نظر د تېر (۲۰۱۵) کال په مني کې هغه وخت مطرح شو چې ولسمشر بارک اوباما له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو پلان لغوه کړ ځکه چې د افغانستان حکومت په خپله خاوره کې د القاعده او نورو ترهګرو ډلو د روزنځایونو مخه نه شي نیولی او دا مسله کېدای شي چې پر درسته سیمه منفي اغېز وکړي.

واشنګټن پوست ورځپاڼه وايي چې د امریکا د جمهوریتپال او دیموکرات ګوندونو د بهرنۍ پالیسي سلاکاران د اوباما تر ولسمشرۍ وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور ملاتړ کوي.

د پینتاګون پخواني چارواکي مایکل فلورنای، چې ښايي د هیلري کلنټن د بریالیتوب په صورت کې د امریکا دفاع وزیر شي، وویل:«دا داسي سیمه نه ده چې باید ورته شا واړول شي. نو پوښتنه دا ده چې خپلو ګټو ته په پام باید چې په راتلونکي کې څه وشي.»

امریکايي قوماندانان د افغانستان په جنوب کې د القاعده شبکې کمپونو حیران کړي دي.

د تېر کال په نوومبر کې افغان او امریکايي پوځیانو په کندهار کې د القاعده شبکې لوی کمپونه ویجاړ کړل.

په افغانستان کې د امریکا د پوځ ویندوی برید جنرال ویلسن شافنر وویل:«مهمه نه ده چې په راتلونکو کلونو کې څه کېږي خو په افغانستان کې به پراخه ساحه د حکومت له کنټروله وتلې وي چې سختدریځه تنظیمونه به له دې خلا څخه ګټه اخلي. د کندهار په جنوب ختیځ کې د (القاعده) کمپ جوړېدا یوه بېلګه ده چې بیا هم دا کار کېدای شي.»

د پینتاګون یوه جګپوړي چارواکي وویل:«څه چې موږ پرې پوهېدلي یوو دا دي چې له افغانستانه په حقیقت کې وتلی نه شو. افغان امنیتي ځواکونه هوايي، استخباراتي او لوژیستیکي ملاتړ ته اړتیا لري. دوی په دې برخو کې په درو یا پنځو کلونو کې په ځان نه شي بسیا کېدای. باید موږ هلته د اوږدې مودې لپاره واوسو.»

امریکايي چارواکو په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د حضور د دوام لپاره د هلمند یادونه کوي او وايي، هغه سیمې چې امریکايی پوځیانو په ډېرو قربانیو له طالبانو ونیولې، اوس د افغان امنیتي ځواکونو له کنټروله وتلي یا وځي.

2 thoughts on “امریکايي قوماندانان په افغانستان کې د څو لسیزو لپاره د خپلو پوځیانو پر ساتلو غور کوي”
  1. موزلاپخواویل چه امریکا له افغانستان سه دوتلو پلان نلری هسی افغانانو اودنیاوالو ته دوکه ورکوی اودمجاهدینو روحیه کمزوری کوی اوس دوی نژددی خپله اقرار وکی

  2. د مجاهدینو روحیه نه کمزورې کیږي ! فساد دکابل په فاسد دولت جې د شمال دغلو له امره لاندې دی وجود لري
    هغه دالرخوري او اشغالګر یې ورکوي !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *