هلمند

تاند- د امریکا د سمندري ځواکونو قوماندان جنرال رابرټ نیلر د پنجشنبې په ورځ وویل، شاوخوا ۳۰۰ امریکايي سمندري ځواکونه به راتلونکی پسرلی هلمند ولایت ته ولېږل شي.

تر دې وړاندې هم امریکايي پوځیانو ویلي و چې هلمند ته ۳۰۰ سرتېري لېږي.

امریکايی پوځیان په ۲۰۱۴ م کال له هلمند څخه کاملاً ووتل خو داسي ښکاري چې دا پوځیان اړ وتلي چې بیا دغه ولایت ته ستانه شي.

امریکايي پوځي چارواکي وايي چې پوځیان به یې په هلمند کې د افغان ځواکونو د روزنې او مشورې چارې په غاړه لري.

برید جنرال ولیم بیدلر، چې په سیمه کې د امریکا د سمندري ځواکونو څارنه په غاړه لري، تېره اوونۍ خبریالانو ته د هلمند د نوي ماموریت په اړه وویل«دا داسي ماموریت دی چې موږ تل ورته تیار یوو.»

هلمند د افغانستان تر ټولو لوی ولایت دی، شاوخوا یو نیم ملیون نفوس لري او وسله وال طالبان له ۲۰۱۴ راهیسي خورا زیاتې هلې ځلې کوي چې دا ولایت ونیسي.

One thought on “امریکايي قوماندان یو ځل بیا تایید کړه چې هلمند ته پوځیان لېږي”
  1. وایی که د کاسې په خږړلو موړ نه شې نو په ځتلو یې نه مړیږې
    امریکا دلته خپل یو لک پړانګان راوستل خو حال دادی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *