تاند- په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو عمومي قومندان وايي، ښايي د افغانستان نوی ولسمشر اشرف غني احمدزی د اردو په چارو کې سیاسي لاسوهنې پای ته ورسوي ځکه چې د تېر حکومت په دوره کې دې کار د طالبانو په وړاندې د هیواد د امنیتي ځواکونو وړتیا ته زیان اړولی و.
جنرال جان کمپیل وویل، د افغانستان وسله والو ځواکونو ښه وړتیا ښودلې او طالبان یې نه دي پرې ایښي چې کومه سیمه لاندې کړي خو په وروستیو کلونو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت سیاسي پرېکړو د یاغیانو په وړاندې د امنیتي ځواکونو د زیات پرمختګ مخه نیولې وه.
جنرال کمپیل د ویدویي کنفرانس له لارې په پینتاګون کې خبریالانو ته وویل:«په وروستیو څو کلونو کې د دوی په لار کې ځیني خنډونه ول، ښايي دا به د دوی په خپل هیواد کې د یو شمېر سیاسي پرېکړو له کبله ول چې دوی یې حتي له نور پرمختګه راګرځول.»
کمپیل بې له دې چې د حامد کرزي نوم واخلي وویل:«ولسمشر اشرف غني احمدزی به احتمالاً د ځینو کارونو چې اردو ته په میراث وررسېدلي دي، مخه ونیسي.»
د نړیوالو ځواکونو یوه بل چارواکي د نوم د نه څرګندولو په شرط وویل چې افغان قومندانانو په اکثره وختونو کې د توپ او هاوان په شان درنې وسلې تر هغو نه شوی کارولی چې په لوړه سویه په حکومت کې پرېکړه نه وای شوې.
د هغه اشاره د پخواني ولسمشر حامد کرزي هغې برېکړې ته وه چې افغان امنیتي ځواکونه دې په جګړه کې له درنو وسلو کار نه اخلي.