د پاکستان د پوځ یو عسکر او طالب جنګیالی سره یو ځای لیدل کیږي

تاند- په داسې حال کې چې د امریکا حکومت د افغانستان لپاره د نوې ستراتیژۍ په جوړولو کار کوي، د چارو ځینې افغان او امریکايي کتونکي وايي چې باید په دې ستراتیژۍ کې د افغانستان د جګړې پاکستاني عنصر ته زیات پام وشي.

د امریکا د هیرټیج فونډېشن غړی او پخوانی مرستیال دفاع وزیر پیټر بروکس وايي، د افغانستان په اړه د امریکا د نوې ستراتیژۍ او دغه هیواد ته د نورو ځواکونو د لېږلو په شمول د افغانستان پر پالیسې بحثونه کېږي خو دی باور لري چې د افغانستان ستونزه تر هغو نه حل کېږي چې له پاکستان سره سمې خبرې نه وي شوي.

ښاغلی بروکس تاکید کوي«که موږ د افغانستان په اړه جدي یوو، پکار ده چې د پاکستان په وړاندې له جدیته کار واخلو.»

د سیاسي او پوځي چارو افغان کارپوهان هم وايي، تر څو چې د پاکستان په خاوره کې د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو مرکزونه او پناهځایونه وي، ګرانه ده چې جګړه دې پای ته ورسېږي.

پاکستان تل د افغان طالبانو د ملاتړ تورونه رد کړي او په وروستیو کې یې ویلي چې د افغان طالبانو مرکزونه او مشران افغانستان ته انتقال شوي دي.

د ۲۰۱۴ م کال په پای کې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان امنیتي وضعیت په تدریجي ډول خراب شوی دی.

اوس په افغانستان کې د طالبانو ترڅنګ داعش هم فعالیت کوي.

د هیرټیج د تحقیقاتي انستیتیوت غړی ښاغلی بروکس وايي، د افغانستان حالات د دې لپاره خراب شوي چې باوري شواهد ښيي پاکستان د افغان طالبانو او حقاني شبکې ملاتړ کوي، د هغوی مشرانو ته یې پناه ورکړې او نورو غړیو ته یې د تګ راتګ اجازه ورکوي.

دی همداراز وايي، د اوباما حکومت د دې لپاره چې پاکستان د طالبانو ملاتړ بس کړي هڅه وکړه چې له اسلام اباد سره ښه چلند وکړي، پوځي او اقتصادي مرستې ورکړي او دیپلوماتیکې اړیکې ورسره لوړې سویې ته ورسوي، خو ګټه یې ونه کړه.

د بروکس په باور د دې لپاره چې افغانستان بیا د تروریستانو پر ځالې بدل نه شي د ټرمپ حکومت د افغانستان د دولت په ملاتړ کې له ستونزو سره مخامخ دی.

ډېر افغان کتونکي باور لري چې که امریکا پر پاکستان مالي او پوځي مرستې بندې کړي ممکن دا هیواد په خپله افغان پالیسي کې بدلون راوړي.

One thought on “امریکايي مبصران د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره پر پاکستان د فشار غوښتنه کوي”
  1. If the US government really wants to bring peace to Afghanistan, it shall warn the Warlords to leave the government to do its job. This is one of the root cause of the problems. Ata mohammad noor is a warlord and has been the governor of one the major district for 14 years and no one can replace him.This is the major cause of the problems not Pakistan.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *